لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

له ننګرهار وروسته به طالبان په کابل ورننوځي؟


دطالبانو لخوا دپاکستان سره په پوله دپروت ختیز ولایت ننګرهار دنیولو وروسته داسې ویرې اؤ اندېښنې پیدا شوي چې ګنې طالبان به اوس په پلازمینه کابل ورخیژي اؤ لکه دګڼو ولایتونو د والیانو به ولسمشر اشرف غني هم صدارتي ماڼۍ یا ارګ هغوئ ته په رضا،سلا سپاري.

خو څېړونکي دا اندېښنې ردوي اؤ وایي په کابل ورختل دطالبانو دپاره فعلاً هیڅ ممکنه نه ده،ځکه چې که یو خوا دغلته دګڼو هیوادونو سفارتخانې اؤ سفارتي مامورین دي نو بلخوا د دوحې تړون کې امریکې طالبانو ته سپینه کړې ده چې هیڅ یو لوری به په زوره دکابل نیولو هڅه نه کوي.

په عین حال کې طالبانو هم ویلي چې هغوئ به په یوازې ځان حکومت نه کوي بلکې اؤ یو داسې حکومت به غواړي چې دافغانان ټولې خواوې پکې استازیتوب ولري.

طالبانو دیکشنبې په سهار دعوه کړې چې وسله والو یې دپاکستان سره په پوله پروت دافغانستان مهم ستراتیژیکي اؤ تجارتي ولایت ننګرهار هم نیولی .

تر دې وړاندې طالبانو دنورو پینځویشتو ولایتونو دنیولو دعوې کړې وې.

دطالبانو دې وروستیو پرمختګونو په خلکو کې سخته ویره اؤ اندېښنې پیدا کړي اؤ په ټولنیزو رسنیو داسې انګیرنې کیږي چې نن دی که سبا دی خو طالبان به په کابل ورننوځي.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني که هرڅو تیره ورځ په یو ویډیو بیان کې خلکو ته ډاډ ورکړی ؤ چې دملي اردو دبیا راټولو هڅې کوي اؤ دثبات دټینګښت دپاره یې مشورې روانې دي.

خو اسلام اباد کې میشت دافغانستان په چارو ژورنظر لرونکی خبریال ښاغلی طاهر خان وایي چې د ولایتونو پرله پسې دطالبانو لاسونو ته پریوتل ښایي چې نوره دافغان ملي اردو اؤ پولیسو حوصله ماته شوې ده.

وي او ای ډیوه ویب سره خبرو کې ښاغلي طاهر خان ویلي دننګرهار طالبانو ته دسپارلو پرېکړه تیره شپه شوې وه خو دیکشنبې په سهار بیا ددغه ولایت والي ضیاء الحق امر خیل اؤ نور مشران د ولایت په مقام کې طالبانو سره کښیناستل اؤ ننګرهار یې ور وسپارلو.

هغه وایي تیره ورځ طالبانو دهغه ۲۴ ولایتونو نوملړ خپور کړی ؤ چې د دوئ لاس ته پریوتي دي اؤ اوس یې دایکندي اؤ ننګرهار هم ونیول چې داسې دافغانستان په ۳۴ؤ کې ۲۶ ولایتونه دافغان دولت له کنټروله وتلي دي.

خو خبریال طاهر خان وایي چې د دومره ډیرو پرمختګونو سره بیا هم هغه نه ویني چې طالبان به په کابل هم ورننوځي.

“زما په نظر له دا فیصله طالبانو نه ده کړې چې کابل ته ورشي که نه؟ اؤ کابل ته ورتګ هم دومره اسان کار نه دی،کابل نیول ډیر ګران کار دی اؤ دحکومت به دا پالیسي هم وي چې تر څومره حده کولی شي خو چې کابل وساتي، خو دا معلومه نه ده چې دڅومره وخت دپاره به یې وساتي؟”

ښاغلی طاهر خان زیاتوي طالبان به ځکه هم په کابل دومره چټک نه ورخیژي چې هلته زیات خارجیان اؤ بهرني سفارتونه دي اؤ بل په جغرافیایي توګه هم دکابل نیول ډير زیات ګران دي.ددې ترڅنګ به دحکومت هم هڅه وي چې په هرحالت کې دکابل دفاع وکړي.

هغه وایي اوس طالبانو دکابل نه یوازې شل،پینځویشت کلو میټره په واټن پرته سیمه پغمان کې خپل تحرکات پیل کړي چې له دغه ځایه کابل حتی ښکاري اؤ که هغوئ وغواړي نو دپغمان څخه کابل ته ورننوتلی شي اؤ هم د غزني اؤ زابل دلارو هم کابل ته حرکت کولی شي.

خبریال طاهر خان وایي دطالبانو دمذاکراتي ډلې یو غړي ورته ویلي چې د دوحې تړون کې دا پرېکړه شوې ده چې په زور به یو لوری هم کابل نه نیسي که هغه طالب دی،که یوه بله ډله ده اؤ حتی که امریکا یا کوم بل هیواد دی.

په عین حال کې دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم دبي بي سي سره پخپله یوه مرکه کې اشاره ورکړې ده چې ګنې طالبان اوس هم دقضیې سیاسي هواري ته اماده دي.

هغه ویلي طالبان په دې پوهیږي چې هیڅ یو اړخ په یوازې ځان حکومت نه شي کولی اؤ نه دطاقت په زور غوره واکمني کیږي ځکه نو هغوئ افغانستان کې یو داسې حکومت غواړي چې دټولو افغانانو استازیتوب وکړل شي اؤ وایي هم ددې موخې دپاره مذاکرات هم کوي.

هغه ویلي که طالبانو دخپل تیر حکومت په مهال څه تیروتنې کړې وې نو هغه وخت یې تجربه نه وه ،اوس یې تجربه شوې ده اؤ ځان به له تیرو تیروتنو په ډډه ساتي.

خبریال طاهر خان هم مني چې دجګړو په جریان کې دسولې دپاره هم هڅې سیوا شوي دي اؤ نن هم قطر ته یو پلاوی دکابل نه روان دی ترڅو هلته طالبانو سره په ځېنو مهمو معاملو خبرې وکړی اؤ وایي یو بل پلاوی نن اسلام اباد ته هم راتلونکی دی.

خو طاهر خان وایي” دا حکومت پلاوی نه دی خو بهرحال پيغامونه خو تلی راتلی شي”

هغه دا هم وایي فکر نه کوي چې طالبان به په دې مرحله کې یو سیاسي هواري ته ارزښت ورکړي بلکې وړومبی به دوئ په ټول افغانستان دکنټرول هڅه کوي اؤ بیا به دسیاسي هواري پالیسي خپلوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG