لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو دتورخم واک ترلاسه کړو،پوله دهر رقم تګ راتګ دپاره وتړل شوه


دپاکستان سره په پوله پروت دافغانستان په ختیز ولایت ننګرهار دطالبانو له قبضې وروسته طالبانو دتورخم کرښې واک پخپل لاس کې اخستی چې له دې وروسته دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ تر ټوله ستره زمکنۍ تجارتي لاره دهر رقم تګ راتګ دپاره تړل شوې ده.

طالبانو اتوار په سهار اعلان کړی چې په ننګرهار یې خپله قبضه بشپړ کړې ده اؤ ددغه مهم سټراتیژیکي اؤ تجارتي ولایت دپاره یې دخپل لوري دندا محمد په نوم یو طالب مشر والي ټاکلی دی.

دافغان چارو کارپوهه اؤ مشر خبریال طاهر خان وایي تیره شپه دننګرهار طالبانو ته دسپارلو پرېکړه شوې وه اؤ داتوار په ورځ په ټولنیزو رسنیو یو خپور شوي عکس کې لیدل کیږي چې طالبان دننګرهار د ولایت په مقام کې ددغه ولایت د والي ضیاء الحق امرخیل سره ناست دي .

طاهر خان وایي دننګرهار والي ضیاء الحق امرخیل د ولایت چارې د طالبانو لخوا ننګرهار دپاره ټاکل شوې والي ندا محمد ته سپارلي دي.

وي او ای ډیوه دننګرهار د والي ضیاء الحق امرخیل څخه ددغه ولایت دتازه وضعیت په اړه دمعلوماتو ترلاسه کولو هڅه وکړه خو دهغه ټيلي فون ته د واټس اپ دلارې زنګ ورتلو خو هغه دغه زنګ ته هیڅ ځواب ونه ویلو.

ترې دې څو ورځې وړاندې ښاغلي امر خیل دعوه کړې وه چې طالبانو پینځه واره په تورخم دقیضې هڅې کړې وې خو دولتي ځواکونو دهغوئ دغه هڅې شنډې کړې وې .

وي او ای ډیوه ته دننګرهار اؤ تورخم نه دترلاسه شوؤ معلوماتو له مخې طالبان دا مهال د تورخم دروازې ته رسیدلي اؤ دپولې واک یې پخپل کنټرول کې اخستی دی.

په سیمه کې پاکستاني چارواکو هم په تورخم دطالبانو د واک ټینګیډو پخلی کړی اؤ وایي پولې ته دهغوئ د رارسیدلو نه وروسته دتورخم لاره د هر رقم تګ راتګ دپاره تړل شوې ده.

دپاکستان امنیتي سرچینې وایي پاکستان له خپله اړخه دټورخم پولې ته اضافي ځواکونه هم لیږلي دي.

تر دې وړاندې طالبانو په کندهار ولایت هم دقبضې سره سم د چمن اؤ سپین بولدک تجارتي لاره پخپل واک کې اخستې وه اؤ اوس په باب دوستي پوله دافغانستان لوري ته طالبانو خپل واک ټینګ کړی دی.

دافغان چارو ماهر ښاغلی طاهر خان وایي دا مهال طالبانو دافغانستان په ۲۶ؤ ولایتونو خپل کنټرول ټینګ کړی اؤ دپاکستان، ایران ، ازبکستان اؤ تاجکستان سره دلګیدلو پولو واک د دوئ سره دی.

طاهر خان وایي طالبان دکابل نه په ډيره لږه فاصله کې دي خو دافغان قضیې دسیاسي هواري هڅې دوامداره دي اؤ طالبان به په کابل برید کولو ته زړه ښه نه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG