لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغانستان په حالاتو د ملي امنيت غونډه کوي، عمران خان د ترکي صدر اردګان سره خبرې هم کړي


د پاکستان د وزیراعظم دفتر ويلي، پاکستان په افغانستان کې په تندۍ سره بدلېدونکو حالاتو باندې نن د ګل/دوشنبې په ورځ (16 اګست) د ملي امنيت غونډه رابللې، او وزيراعظم عمران خان د ترکي د صدر رجب طيب اردګان سره د افغانستان په حالاتو خبرې کړي دي.

د وزیراعظم دفتر ويلي، پاکستان نن د ملي امنیت غونډه رابللې په افغانستان کې روان وضعيت باندې به په غونډه کې خبرې کوي او د غونډې وروسته به عمران خان د ترکي د صدر سره بيا خبرې کوي.

د پاکستان وزیراعظم او د ترکي صدر دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې پرون د اتوار په ورځ طالبان کابل ته رسېدلي او افغانستان صدر اشرف غني ملک پرېښودی دی.

افغان صدر اشرف غني له افغانستان نه د وتلو وروسته، په اول ځل پخپل فېسبوک پاڼې یو لیکلی پیغام خپور کړی او ویلي يې دي چې که په وطن کې پاتی شوی وی، "هم بې شمېره وطنوال يې شهیدان کیدل او هم به د کابل ښار د بربادۍ او ورانۍ سره مخامخ کیده".

ښاغلي غني زیاته کړې د دې دپاره چې د "وینې تویلو سیلاب څخه مخنیوی وشي"، دا یې غوره ګڼلې چې له وطنه بهر ووځي.

عمران خان ویلي د افغانستان د مسلې د کوټلي سياسي حل دپاره هر ډول هڅې دوامداره ساتي.

په 12 اګست د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي وو په طالبانو به خپل اثر کاروي چې د کابل د (حامد کرزي نړيوالې) هوايي اډې د امنيت دپاره يې د ترکي سره مخامخ خبرو ته کښېنوي.

خو طالبانو وړاندې ترکي ته خبرداری ورکړی وو چې د کابل هوايي ډګر د ساتنې ذمه دې نه اخلي. ​

له دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ويلي په افغانستان کې څوک هم د خوښې نه دي او پاکستان به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

د پاکستان وزیراعظم ويلي، پاکستان د کابل نه د بېلابيلو ملکونو د سفارتي عملې او نړيوالو ادارو د کار کوونکو او نورو بهرملکيانو د ويستلو دپاره ګامونه پورته کوي.

د اتوار په ورځ چې طالبان کابل ته ننوتلي امريکايي چارواکو ويلي امریکایي ځواکونه د امریکا په سفارت او د کابل ښار په هوایي ډګر باندې "مضبوط کنټرول" لري.

بل لور ته د امریکا خارجه وزیر انتوني بلېنکن، په کابل کې روانې پېښې، "زړه دردوونکې" بللي دي.

راپورونه وايي امریکې کابل ته نور 1000 سرتيري لېږلي دي، چې د کابل څخه خپله سفارتي عمله او افغان اتحاديان اوباسي.

د طالبانو د ډلې مرستیال او په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ويلي،"کوم حال ته چې رسېدلي يو د دې هيڅ توقع نه کېده چې په دغه رقم به مونږ په افغانستان کې کاميابه کيږي، خو دا د الله مدد وو چې ګټه يې راکړه".

برادر په یو ویډیو پېغام کې ویلي، "وړاندې په مونږ دومره زمه واري نه وه لکه اوس چې ده، ځکه چې اوس په مونږ او تاسو د امتحان او ازمايش وخت راغلو، ځکه ورځ په ورځ به مونږ په دې کې اخته کيږو چې څنګه به د خپل ملت خدمت، امنيت او د خلکو د ژوند او په راتلونکې کې د دوی اطمينان ترلاسه کړو".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG