لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو نه غوښتي چې د افغانانو ژوند خوندي کړي


UN Security Council
UN Security Council

د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيوګېټرس د ګل/دوشنبې په ورځ (16 اګست) ويلي نړۍ د افغانستان روان حالات ګوري او هغه په طالبانو غږ کړی چې د افغانانو ژوند خوندي کړي او مرستندويه ادارو ته اجازه ورکړي چې ضرورتمندو ته ورسي.

د افغانستان په حالاتو د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا غونډې ته په وېنا کې هغه وويل، مونږ افغان ولس يواځې نه شو پرېښودی.

ملګرو ملتونو د افغان صدر اشرف غني د ملک څخه وتلو او طالبانو په کابل ورختلو وروسته بېړنۍ غونډه بللې وه.

ګېټرس ویلي په افغانستان کې به د ملګرو ملتونو شتون د امنيتي حالاتو سره په سمون کې وي، خو ويلي يې دي د ضرورت په دې وخت کې به د افغانانو سره ولاړ وي.

هغه په طالبانو دا غږ هم کړی چې په مشکله د ښځو او جينکو د ترلاسه شوو حقونو ساتنه وکړي او ټينګار يې کړی چې افغانستان بيا د ترهګرو ځاله جوړه نه شي.

په غونډه کې د افغانستان استازي په نړيواله ټولنه غږ کړی چې په يو بل په تورونو لګولو وخت نه تيروي او د دښمنۍ د ختمولو غوښتنه يې کړې ده.

هغه د افغانستان په ګاونډي هېوادونو غږ کړی چې پولې پرانيزي که څوک وتل غواړي چې د مسلې سره نه مخ کيږي.

د ملګرو ملتونو د 15 غړو د امنيتي شورا په ګډ بيان کې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړولوغوښتنه شوې ده چې د ټولو سره پکې د ښځو برخه هم وي.

د وي او اې د خبر ترمخه په غونډه کې روس او چين د طالبانو دپاره په نرمه لهجه کې خبرې کړي دي.

د غونډې وروسته په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منير اکرم هم ويلي پاکستان تل د افغانستان د سولې دپاره کار کړی او د طالبانو سره به د ټول شموله حکومت په جوړولو کار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG