لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت دې دافغانستان په اړه تګلاره پارلیمان ته وښایي،پاکستان کې دمخالفو ګوندونو غوښتنه


په داسې حال کې چې افغان طالبانو د کابل واک ترلاسه کړی، په پاکستان کې مخالفو ګوندونو دافغانستان په اړه دحکومتي تګلارې دپارلیمان مخې ته د راوړلو غوښتنه کړې.

دستر حکومت مخالف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په اسلام اباد کې دمطبوعاتو سره خبرو کې وویل،د افغانستان د جګړې اغیز د تیرو څلویښتو کالو راهسي زمونږ پر هیواد دی.

هغه وایي نن ضرورت ددې خبرې دی چې کومه تګلاره حکومت دافغانستان دپاره جوړه کړې هغه باید پارلیمان ته وړاندې اؤ بحث پرې وکړی شي او بیا دغه تګ لاره عملي کړی شي.

د ښاغلي عباسي په وینا "دغه معامله ډیره کړکیچنه ده، ددې به ډیر زیات اغیز وي، نور نړیوال هیوادونه خپلو کورونو ته لاړل خو پاکستان د افغانستان ګاونډې هیواد دی،مونږ ته پکار ده چې د افغانستان د خپلواکۍ په اړه د افغان ولس د پریکړو تر مخه د دوئ سره اړیکې جوړې کړو"

پاکستان پیپلز ګوند هم د دوشنبې په ورځ د ګوند دمشرانو شوې غونډه کې ګاونډي هیواد افغانستان کې د رامنځته کیدونکو حالاتو او له دې سوبه دپاکستان او ګاونډي هیوادونو امنیت ته په پېښو ګواښونو اندېښنې څرګندې کړي او دیوه ډیموکراتیک،ټول شموله او څو اړخیزه افغانستان غوښتنه یې کړې ده.

بل پلو ته د مذهبي ګوند جمعیت اسلام مشر مولانا فضل الرحمان خپل یو ټویټر پیغام کې په افغانستان کې د طالبانو لخوا شل کاله وروسته د واک بیرته تر لاسه کولو هرکلی کړی او طالبانو ته یې د هر رقم مرستې باور ورکړی دی.

هغه هیله څرګنده کړې چې طالبان به د پر امن او باثباته افغانستان په جوړښت کې بریالی شي-

افغانستان کې مخې ته د راتلونکو حالاتو د ارز‌ؤنې او په دې اړه د تګلارې ټاکلو په اړه د صلاح مشورې د پاره تیره ورځ د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ کې د قامي سلامتیا دکمیټې غونډه شوي وه .

دغه غونډه کې پر دې خبره اتفاق شوی ؤ چې دافغانستان په کورنیو معاملو کې به لاس وهنه نه کوي او دا خبره دې هم باورې کړی شي چې د افغانستان مزکه د یو بل هیواد په ضد ونه کارول شي-

افغانستان کې د طالبانو لخوا د واک تر لاسه کولو وروسته دا اندیښنې هم څرګندیږې چې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه زیاتیدی شي-

خو دکورنیو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید تر اوسه پورې مخې ته راغلي حالات په زړه پوري ګرځولي او ویلي یې دي چې پاکستان د هر رقم احتمالي حالاتو د پاره تیار دی-

هغه ویلي د کالعدم تحریک طالبان پاکستان او داعش تندروه ډلې د افغانستان دنورستان ولایت په غرونو کې دي اؤ په دې لړ کې پاکستان د افغان طالبانو سره په رابطه کې دی-

هغه ویلي پاکستان طالبانو ته په څرګنده ویلي چې نه به پاکستان څه لاس وهنه کوي او نه به د افغانستان څخه څه لاس وهنه کیږي-

نوموړي زیاته کړې چې د چمن او تورخم پر پوله د سواداګرۍ د پاره تګ راتګ دوام لري-

په دې اړه دفاعې څیړنکار بریګیډیر (ر) محمد اسحاق وايي پاکستان دافغانستان د سولې په اړه خبرو کې مهم رول لوبولی ؤ او اوس هم پکار ده چې دغه تګ لاره برقراره وساتي-

د افغانستان پر روانو حالاتو تیره ورځ دامریکا د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلنکن اؤ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي تر منځ هم ټیلي فونې خبرې شوې وې-

د بهرنیو چارو د وزارت له اړخه دخپور شوې بیان تر مخه شاه محمود قریشي ویلي پاکستان به دپرامنه افغانستان دملاتړ دپاره نړیوالې ورولۍ سره په رابطه کې وي او دا چې د امریکا سره د اوږدې مودې او پايداره اړیکې غواړي-

دامریکې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په حالاتو د روس، چين، ترکي او برتانیې د بهرنيو چارو د وزیرانو او د نېټو د عمومي سېکتر سره هم خبرې کړي دي اؤ تر دې وړاندې نوموړی د نورو هېوادونو د استازو سره هم غږېدلی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG