لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که طالبان جمهوري نظام کې پاتې راځي په ګاونډیانو به یې څه اغېزې وي؟


په افغانستان کې دطالبانو دحکومت په اړه څېړونکي وايي که چرې افغان طالبان په دغه هېواد کې يو جمهوري نظام جوړولو او بشري حقونو خوندي کولو کې پاتې راځي نو د دې خراب اثر به دافغانستان ترڅنګ په ګاونډيو هېوادونو هم پریوځي۔

وايس اف امريکا ډيوه سره دخبرو په مهال دپېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاز ډاکټر خورشيد خان وایي که چرې په افغانستان کې يو مستحکم جمهوري نظام جوړ نه شو نو دې سره په دغه هېواد کې د خانه جنګۍ پېل کېدو اندېښنه شته

هغه وایي" مونږ که وګورو نو عجيبه عجيبه خبرونه مخې ته راځي،يو خبر پکې دا دی چې افغانستان کې کوم طالبان دي هغوئ په لنډمهاله حکومت جوړولو راضي نه دي، بس هغوئ يو حکومت غواړي"

د ډاکټر خورشید په وینا هغوئ(طالبان) نورو خلکو ته هم حکومت کې برخې ورکولو ته تيار دي خو په بنيادي توګه هغوئ خپل حکومت جوړول غواړي،

نوموړی وایي"که چرې په راتلونکې وخت کې طالبانو سينه پراخه کړه او ټولو ته يې په حکومت کې ځائ ورکړو او داسې يو نظام يې جوړ کړو چې ټولو ته دمنلو وي نو سمه ده که نه وي نو يو بل سول وار يا خانه جنګي شروع کېدلی شي په افغانستان کې"

هغه اندېښنه وښوده ندړيوالې ټولنې لخوا افغانستان سره دمالي مرستو بندیدو له امله په ګاونډي هېوادونو کې د پراکسي جګړو په نتيجه کې حالات خرابيدلی شي۔

" دافغانستان سول حکومت سره چې کوم امداد کېدو هغه به دوئ ته اوس نه ورکول کېږي او بند به کړل شي ځکه چې ډيرې مسلې دي او طالبان هم هغې خبرو ته نه دي تيار کوم چې دغه ملکونه غواړي چې طالبانو سره وشي، نو دوی بيا ضرور دغه پراکسي استعمال کړي په پاکستان کې ټي ټي پي (تحريک طالبان پاکستان) استعمال کړي يا نورې ډلې وکاروي، هغه د چين استعمال هم کولی اؤ هغه د ايران استعمال هم کولی شي"

افغان طالبانو د اګست په 15مه د کابل کنټرول ترلاسه کړی او دا وخت د پنجشېر نه علاوه نور ټول ولايتونه د طالبانو په قبضه کې دي او د افغانستان د سياسي او حکومتي څرنګوالي په اړه لا څه اعلان نه دی شوی۔

پېښور پوهنتون کې د صنفي زده کړو د څانګې استاز پروفېسر دروېش اپريدی وايس اف امريکا ډيوه ته وايي په افغانستان کې يوازې د طالبانو حکومت به انساني بنيادي حقونو ته ګواښ وي۔

" د طالب د حکومت چې کوم شرطونه دي نو هغه بيا د نړيوالو د بشري حقونو چې کوم چوکاټ دی د هغې سره به په ټکر کې راځي، او امکان لري چې نړيوال په هغې خپل رد عمل ظاهر کړي"

دی وايي بايد د افغانستان د غوره مستقبل او د عام ولس د پرمختګ او خود مختارۍ له پاره يو جمهوري نظام جوړ کړل شي۔

" طالبانو ته به ډیر څه کول وي، ددې نه هم زيات، که هغوئ غواړي چې په نړۍ کې مشهور شي، که هغوئ غواړي چې يو يو ځانله رياست پاتې نه شي يا غواړي چې په چا اډاڼه پاتې نه شي نو دوئ به خپل ځان ډېر بدلوي او د افغانستان ټولو خلکو ته، ټولو قامونو ته او بيا د ټولنې چې څومره برخې دي نو هغوی ته به دا احساس ورکوي چې د دوئ په حکومتدارۍ او رياست کې برابر شريک دي"

څېړونکي وايي افغان طالبانو وار په وار دا خبره ښکاره کړې چې په واک کې د راتلو وروسته دوئ به بشري حقونه خوندي کوي او خپل هېواد وال به نه ځوروي.

د دې ترڅنګ طالبانو دا هم ويلي چې داسې ګام به قصداً نه اخلي چې نړیواله ټولنه له ځانه څخه وتمبوي۔

څېړونکي وايي چې نړيوال طاقتونه افغان طالبانو ته پام کوي چې څومره حده پورې خپلو ژمنو پوره کولو کې کره خېژي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG