لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: د طالبانو د حکومت تسليمول به د سيمې فېصله وي


پاکستان ویلي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تسليمول يا په رسمیت پېژندل به د سيمې فېصله وي، پاکستان په دغه اړوند د یو اړخيزه فېصلې اراده نه لري.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر فواد چودري پرون په 17 اګست په اسلام اباد کې د مرکزي کابيني د غونډې وروسته ویلي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د تسليمولو فېصله د سيمې او نړۍ د قوتونو سره په مشوره کوي.

هغه ویلي پاکستان په دغه اړوند د سيمې او نړۍ د دوست هېوادونو سره په رابطه کې دی.

باکستان دغه خبره په داسې حال کې کړې چې طالبانو په 15 اګست کابل نيولی او پرون په 17 اګست د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل لومړي خبري کانفرنس کې وویل چې همه شموله حکومت جوړوي او د ټولو افغانانو استازي به پکې وي.

چودري ویلي پاکستان د افغانستان په روانو حالاتو وزیراعظم عمران خان د ترکی د صدر رجب طيب اردګان سره خبرې کړي او بيا د امريکې د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلینکن او پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د افغانستان په حالاتو هم خبرې شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير ویلي، هغه وخت چې اشرف غني د افغانستان ولسمشر وو وزيراعظم عمران خان ورته مشوره ورکړې وه چې يواځې حکومت نه شي کولی ځکه چې د چودري په وېنا يو غټ قوم د هغه په حکومت کې شامل نه وو نو هغه څنګه چلېدی شو.

د پاکستان سرکاري ميډيا ويلي، وزيراعظم عمران خان د افغان مشرانو او نړیوالې ټولنې سره په تماس کې دی او هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول په اقتصادي برخه کې ملاتړ وکړي.

ویل شوي هغه د جرمني د چانسلرې انجلامرکيل، د برتانیې وزیراعظم جان بورسن او ډنمارک د وزیراعظم ميټي فريډیريکسن سره د افغانستان په تازه حالاتو خبرې کړي دي.

عمران خان ويلي ټول شموله سياسي جوړ جاړی د افغانستان د مسلې د هواري مخ په وړاندې بوتلو یواځينۍ لاره ده.

بل لور د پاکستان پوځ ویلي پرون په جنرل هېډ کوارټر کې د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د افغانستان د اته کسيزه پلاوي سره لیدلي او باجوه ويلي د افغانستان امن د سیمې دپاره مهم دی او پاکستان د افغان ولس سره اوږه په اوږه ولاړ دی.

د اتوار په ورځ ناوخته د افغانستان د ولسي جرګې اسپيکر رحمان رحماني، يونس قانوني، استاد محمد کريم خليلي، استاد محقق، احمد ولي مسعود، خالد نور او صلاح الدين رباني اسلام اباد ته رسېدلي او بيا يې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره ليدلي وو.

ياد افغان پلاوي په داسې حال کې د پاکستان سفر کړی چې طالبانو کابل نيولی او افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان څخه وتلی وو.

XS
SM
MD
LG