لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په حال سخته اندېښنه څرګنده کړې


ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومان په حال سختې اندېښنې څرګندې کړي په داسې حال کې چې طالبان دغه هېواد په خپل لاس کې اخلي.

ملګرو ملتونو ويلي افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو دپاره تر ټولو د بد وضعيت ملک پاتې شوی دی او د ماشومانو او ښځو مرک ژوبلې پکې زیاتې شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي روان کال په افغانستان کې 550 ماشومان وژل شوي او 1400 معذوره شوي دي، د ادارې ترمخه د کال 2009 نه وروسته چې اداره د ماشومانو ريکارډ راټولوي دا په کوم يو کال کې په شپږو مياشو کې د ماشومانو د پېښو تر ټولو غټه شمېره ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بېړنيو مرستو د ادارې مشر مصطفی بن مسعود ويلي په تيرو څو مياشتو کې د ماشومانو دپاره حالات سخت خراب شوي او ماشومان د خوراکي توکيو د کمي سره مخ شوي او دا غټه د اندېښنې خبره ده.

هغه ویلي که د کال 2021 دپاره وړاندوينه کوو نو په افغانستان کې به په دوو کې يو ماشوم د خوراک د کمي سره مخ وي، په افغانستان کې 18 ملينه انسانان بشري مرستو ته اړتيا لري او په دوی کې نيمه شمېره د ماشومانو ده.

نوموړي ويلي په افغانستان کې د ماشومانو دپاره د يونيسف اندېښنې سېوا کيږي او په ځانګړي ډول چې دوی په وسله والو ډلو کې ګمارل کيږي.

هغه زياته کړې چې په افغانستان کې 13 دفترونه لري او هغو ته یې لارښوونه کړې چې د طالبانو سره تماس ونيسي.

د نوموړي په خبره د طالبانو سره يې په دې بحث شوی چې خپلې ښځينه ملکي او بهر ملکي کارمندانې تربيه کړي او د جينکو په تعليم يې ورسره ټينګار کړی دی.

هغه ویلي د طالبانو په دريځ کې ډېر فرق نه دی راغلی البته د جينکو د تعليم په اړه پکې لږ بدلون ښکاري، او د ښځو د کالجونو په اړه يې ځواب ګډ يا په اندازه وو، خو دوی راتلونکي ته يو څه خوشبينه دي.

يونيسف په هغو سيمو کې چې د سختې امنيتي وضعې سره مخ دي هلته خلکو ته په سمدستي توګه د مرستو رسولو غوښتنه کړې ده، ادارې ویلي په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو مرستې ډېرې مهمې دي ځکه چې دوی د کړکېچنو حالاتو تر ټولو زيات اغېزمن دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG