پاکستان کې څيړونکي وايي دافغان طالبانو لخوا د کابل نيولو نه وروسته دوئ نړۍ ته خپله داسې څېره وړاندې کوي چې ګنې دمخکې په پرتله بدل شوي، نړيوالو سره ښې اړيکې غواړي او د بشري حقونو سرغړونه به نه کوي.
خو د څيړونکو په وینا طالبان به داسې تر ډير وخته پورې ونه کړی شي ځکه چې د دوئ ماضي او نظريې ته په کتو ښکاري چې څه وخت وروسته بيا خپلې تګ لارې بدلې کړي۔
دپېښور پوهنتون دسیمه ییزو مطالعاتو دمرکز پخوانی مشر ډاکټر سرفراز خان وايي طالبان غواړي چې دنيا ته خپله نوې څيره وړاندې کړي، هغوي ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړې، په رسنيو کې د ښځو خبريالانو سره مرکې کوي او نور يو شمېر داسې ګامونه پورته کوي ترڅو نړۍ ته باور ورکړي چې دوئ پخواني سخت دريځه طالبان نه دي.
وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي دطالبانو ددې طرز عمل هدف په نړيوالو هېوادونو ځان تسليمول دي۔ خو نوموړی وائي چې نړيوالو ته دا باور ورکول به تر ډيره وخته په ځائ ونه ساتل شي۔
د پېښور پښنتون د شخړو د هواري د مطالعاتو دڅانګې استاذ بلال بشير وايي د طالبانو د افغانستان د نيولو لږي ورځې شوي، کوم کسان يې چې ميډيا ته مخامخ کيږي هغوئ د يو بدل شوي طالب تصور ورکوي خو لا تراوسه د دوئ مشر ملا هېبت الله مخې ته نه دی راغلی، چې هغه به څنګه نظام غواړي؟
ډيوه سره خبرو کې هغه وویل په لاندې کچه چې دطالبانو کوم وسله وال د اسلامي نظام د پاره تر اوسه جنګيدل نو ايا دطالبانو دا نوې څيره به هغوئ ته د منلو وړ وي او که نه دا به دملا هېبت مخې ته د راتلو نه وروسته او راتلونکي وخت کې څرګنده شي۔
"نوموړي وويل ښکاري چې په ميدان جنګيدونکي او سخت دريځه فکر لرونکي طالبان بدل سوچ لري او دوئ د طالبانو په نوي انداز کې راتلو سره په ګرانه موافق شي"
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومان په وضعیت سختې اندېښنې څرګندې کړي، په داسې حال کې چې طالبان دغه هېواد په خپل لاس کې اخلي.
ملګرو ملتونو ويلي افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو دپاره تر ټولو د بد وضعيت ملک پاتې شوی دی او د ماشومانو او ښځو مرک ژوبلې پکې زیاتې شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي روان کال په افغانستان کې 550 ماشومان وژل شوي او 1400 معذوره شوي دي،
د ادارې ترمخه د کال 2009 نه وروسته چې اداره د ماشومانو ريکارډ راټولوي دا په کوم يو کال کې په شپږو مياشو کې د ماشومانو د پېښو تر ټولو غټه شمېره ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بېړنيو مرستو د ادارې مشر مصطفا بن مسعود ويلي د طالبانو په دريځ کې ډېر فرق نه دی راغلی البته د جينکو د تعليم په اړه پکې لږ بدلون ښکاري، او د ښځو د کالجونو په اړه يې ځواب ګډ يا په اندازه ؤ، خو دوی راتلونکي ته يو څه خوشبينه دي