لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایا طالبان به افغانستان کې دالقاعده،ټي ټي‌ پي اؤ نورو وسله والو ډلو مخه ونیول شي؟


په پاکستان کې څېړونکي وايي چې دافغان طالبانو له پاره به دا يو ستر چېلنج وي چې د القاعده،تحريک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو مخه ونیسي ترڅو دافغانستان زمکه دنورو ګاونډیو هیوادونو پرضد ونه کاروي.

څېړونکي دافغانستان د جېلونو څخه د وسله والو ډلو دمشرانو او غړو خوشي کول د سيمې د امن وضيت ته ګواښ بولي۔

څېړونکي وايي چې دطالبانو دحکومت تسليمولو په شرطونو کې بهرنۍ دنيا ته په دې خبره زور اچول مهم دي چې د افغانستان څخه په بل کوم يو هېواد کې د بدامنۍ پېښې مخې ته رانه شي۔

په دې هکله وي او ای ډيوه سره د خبرو په مهال د څېړنکار ډاکټر عرفان اشرف وینا وه چې د طالبانو لخوا د وسله والو ډلو مشران او غړي د جېلونو څخه خوشي کول د پاکستان ترڅنګ د نورو هیوادونو له پاره خطره جوړېدلی شي۔

نوموړی وایي کوم خلک چې دافغان حکومت په ضد طالبانو سره اوږه په اوږه جنګیدلي دي دهغوئ خلاف ګامونه اخستل به طالبانو ته ډیر ګران وي.

"په يو څو ورځو کې مونږ ته معلومه شوه چې په کندهار اؤ کابل کې د زندانونو څخه د ټي ټي پي اؤ نور وسله وال خلاص کړی شول نو ددې خو مونږ ته ښکاره پيغام دا راغلو چې ته کومې ژمنې کوې د خلکو سره د قومونو سره هغه ته نه پوره کوې"

نوموړي زياته کړه چې اوس هم لا وخت شته او کیدای شي چې دوئ(طالبان) په دې لړ کې داسې ګامونه واخلي او نړۍ دوی نه مطمينه شي۔

د مطبوعاتي راپورونو ترمخه د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو د واک پخپل لاس کې داخستو په مهال افغان طالبانو د جېلونو څخه يو شمېر د تحريک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو غړي او مشران خوشي کړي دي۔

په ټولنيزو رسنيو د تحريک طالبان پاکستان دپخواني نایب امير مولوي فقير محمد عکس هم خپور شوی چي هغه هم د افغانستان د جیل څخه خوشي کړل شوی دی۔

د مردان عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو دڅانګې مشر پروفیسر عبدالشکور خان وایي داسې اندېښنې شته چې وسله والې ډلې د افغانستان پولې ته څېرمه د خېبر پښتونخوا سيمو کې د ناامنۍ سوب جوړیدی شي.

" ښکاره خبره ده چې د دې اثرات به ډېر زر په پاکستان راځي اؤ پاکستان به دا قسمه اثراتو ته ځان بلکل تيار ساتي،دطالبانو د سوچ واله خلک چې هم هغه پخوانې سوچ لري هغه په پاکستان کې اوس هم شته، نو چې په پوله باندې څېرمه مونږ سره د طالبانو حکومت وي نو خاصکر د پښتونخوا پښتون مېشته سيمې ددې د اثراتو نه بچ نه شي پاتې کېدلی"

نوموړي زياته کړه چې د افغان طالبانو حکومت تسليمولو نه وړاندې بايد نړۍ په طالبانو دا زور راوړي چې افغانستان کې موجودې وسله والې ډلې باید دکوم هیواد د امن له پاره خطره و نه ګرځي۔

تېره ورځ د افغان طالبانو وياند ذبېح الله مجاهد کابل کې میډيا ته ويلي چې هیچا ته به هم اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان زمکه د کوم يو بل هېواد پرضد وکاروي.

افغان طالبانو د اګست په 15مه د کابل کنټرول ترلاسه کړی او دا وخت د پنجشېر نه علاوه نور ټول ولايتونه د طالبانو په قبضه کې دي او د افغانستان د سياسي او حکومتي څرنګوالي په اړه لا څه اعلان نه دی شوی۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG