لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ په ناساپي ډول تجارت سیوا شوی،پاکستاني چارواکي وایي


پاکستان کې د کسټمز یا ګمرک دچارواکو تازه شمېرې ښايي چې په کابل د طالبانو له قبضې وروسته د پاکستان او افغانستان ترمينځ دوه اړخیزه تجارت ناساپي سېوا شوی دی.

دپاکستان لوري ته په خېبر ضلعه کې د ټرانسپورټ مشران وايي ددې ستر علت د افغانستان خوا ته دسازمان وړونکو پاکستاني ټرکونو څخه د رشوت نه اخستل دي او بې له کوم ځنډه اوس مالونه په اسانۍ تګ راتګ کوي.

اخوا افغان تاجر جان خان الکوزي هم د پاکستان او افغانستان ترمينځ په دوه اړخیزه تجارت کې د اضافې پخلی کړی خو وایي د افغانستان په شمال کې د امنیت د خرابې وضعې له کبله د ايران سره د کابل په دوه اړخیزه تجارت کې شپېته فيصدى کمی راغلی دی.

د ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه د پاکستان او افغانستان ترمينځ په لویدیزه پوله د سامان وړونکو ګاډو او خلکو په تګ راتګ کې ښکاره اضافه ليدل شوې ده.

ورځپاڼه ډان په پاک افغان پوله د ګمارل شوؤ پاکستاني کسټمز چارواکو د شمېرو په اساس وايي چې د اګسټ په 15 نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه تجارت هغه وخت دتاريخ لاندې کچې ته راکوز شو چې کله په برامدي او درامدي سامانونو بار يوازې 475 ټرکونه د چمن، خرلاچى، غلام خان او د تورخم له پولې واوښتل.

هغه وایي خو بیا د طالبانو په کابل د قبضې وروسته د اګست په 17 نېټه په لويه کچه د تګ راتګ کوونکو ټرکونو شمېره 1123 ته ورسېده.

ورځپاڼه د پاکستان کسټمز د يو چارواکي له خولې ليکي دوئ تمه لري چې د محرم نه وروسته به دا شمېره نوره هم زیاته شي.

په پوله د دندو ترسره کوونکو کسټمز د چارواکو دغه شمیرې وايي د اګست په 15 د تور خم په سټېشنونو د بېرته راستنېدونکو خالي ټرکونو شمېر 13 ؤ،

هم دا راز د چمن په سټېشنونو باندې 68 خالي ټرکونه بېرته راغلي وؤ ولې دغه مهال د خرلاچى او غلام خان په سټېشنونو يو ګاډی هم بېرته نه ؤ راغلی.

هم دغه شمېرې ښايي چې د اګست په 17 په تورخم د بېرته راتلونکو خالي ټرکونو شمیره ناساپي 86 او په چمن پوله 16 ته ورسېده.

د پاکستان او افغانستان د ګډ چېمبر اف کامرس پخوانی مشر او تاجر انجنير دارو خان ډيوه ته وايي دا وخت د چمن په پوله زيات رش ليدل کېږي.

هغه وايي د خلکو تګ راتګ سره دوه اړخیزه تجارت هم زيات شوی دی.

د پاکستان سرکاري شمېرې ښايي چې د پاکستان او افغانستان ترمينځ دوه اړخیزه تجارت په دې وروستیو څلورو کلونو کې د 2.7 بيليونه ډالره نه 1.2 بيليونه ډالرو ته راکم شوی دی.

اخوا په خېبر ضلعه کې د خېبر ټرانسپورټ صدر شاکر اپريدى ډيوه ته وايي د کله نه چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی نو ورسره سم د تجارتي ګاډو په تګ راتګ کې هم اضافه راغلې ده او د ټرانسپورټ کاروبار هم يو څه ښه شوی.

هغه وایي ددې لويه وجه د افغانستان غاړې ته په بډو رشوتونو کې نشتوالی راتلل دي.

شاکر اپريدى وايي مخکې به د يو ګاډي نه د افغانستان کسټمز چارواکو لږ تر لږه پنځوس زره روپۍ رشوت اخستو او خنډان هم ډېر وؤ اوس څوک يوه روپۍ رشوت هم نه اخلي او کار سم روان دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په کابل کې خپل لمړي خبري کانفرنس کې ويلي وؤ چې دوئ به د ګاونډیو هیوادونو سره تجارت دوامداره ساتي او دې ته ودې ورکولو لپاره به لا نور ګامونه هم پورته کولی شي.

د پاکستان او افغانستان د ګډ چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټريز چېرمېن زبېر موتي واله ډيوه ته وايي دا اوس چې کوم تګ راتګ سېوا شوی دا هغه ټرکونه دي کوم چې په دې وروستیو کې د خرابو امنیتي حالاتو له کبله دواړو خواؤ ته ايسار شوي پاتې شوي وؤ خو وايي که امنیتي وضعیت ښه کېږي نو دوه اړخیزه تجارت سېوا کېدی شي.

دا شان افغان تاجر او دګډې تجارتي خونې پخواني مشر جان خان الکوزي ډيوه ته ویلي چې د افغانستان په شمال کې د ترينګلي امنیتي وضیعت له امله دافغانستان او ايران ترمنځ تجارت 60 فيصدي کم شوی خو زياتوي چې د افغانستان په تجارت کې يو څه اسانۍ راغلي دي.

هغه وايي مخکې به په طورخم پوله د درېوؤ سوه نه تر څلورو سوؤ د برامدي او درامدي ټرکونه تبادله کېدله خو اوس دا شمېره د ورځې په حساب سره 700 ته رسېدلې ده.

پاکستان کې اقتصاد پوهان او کاروباريان وايي که د دواړو هېوادونو ترمنځ په تجارت کې خڼدان له مينځه لاړ شي نو دوه اړخیزه تجارت پينځه بيليون ډالرو ته د رسېدو توان لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG