لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه له افغانستانه خپل 300 نړیوال کارکوونکي‌ د لنډې مودې لپاره باسي


واشنګټن ـــ ملګرو ملتونو په افغانستان کې له خپلو 300 بهرنیو کارکوونکو څخه شاوخوا سل تنه نړیوال کارکوونکي د لنډې مودې لپاره پرون قزاقستان ته ولیږدول. دغه سازمان وایي دا کسان به په آنلاین شکل کار کوي او ځایي شاوخوا درې زره کارکوونکي به یې په افغانستان کې وي.

په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول وروسته که یوې خواته د نورو بهرنیو هېوادونو خلک له دې هېواده په وتلو دي بلې خواته د نړیوالو مرستندویو ادارو کارکوونکي هم د حالاتو د ګډوډۍ له کبله وځي چې په هغوی کې د ملګرو ملتونو کارکوونکي هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن ډوجاریک پرون خبریالانو ته وویل چې د خپلو کارکوونکو درېیمه برخه یې قزاقستان ته ورسېده. ښاغلی ډوجاریک وایي:

"دا یو د لنډې مودې اقدام دی چې له یوې خوا ملګري ملتونه وکړای شي له ځنډ پرته د افغانستان خلکو ته مرستې ورسوي او په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو کارکوونکو ته خطر هم نه وي."

د ملګرو ملتونو دغه کارکوونکي به د قزقستان د الماټا په کازخ ښار کې په یوه لنډمهالي دفتر کې ځای پرځای شي او له هغه ځایه به کار ته دوام ورکوي.

ملګري ملتونه تر اوسمهاله په افغانستان کې 300 نړیوال او شاوخوا 3000 ځایي کارکوونکي لري.

د ملګرو ملتونو وياند وايي، قزاقستان ته د دغو کارکوونکو لېږدول د لنډې مودې لپاره دى او په خبره يې د خطر په کمېدو سره به بېرته افغانستان ته د تللو اجازه ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو دفتر چارواکي وایي دوی هڅه کوي چې افغان کارکوونکي او د هغوی کورنۍ خوندي وساتي. هغه وایي: "د ملګرو ملتونو د کارکاوونکو زيات شمېر به په افغانستان کې پاته شي، چې له ميليونونو اړمنو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي".

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېريش د دې سازمان د امنيت شورا ته وویل، د طالبانو له لوري د دې هېواد تر نيولو وروسته له ميليونونو افغانانو سره مرستو ته ژمن دي.

خو وایي 193 نړيوالې ادارې به د افغانستان امنیتي حالاتو ته په کتو خپلې چارې پر مخ بیايي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یو این ایچ سي آر استازې کېرولین وېن بورین خبریالانو ته ویلي چې یو شمیر ځایي کارکوونکي یې غواړي په هېواد کې پاته شي او یو شمیر نور په ځانګړې توګه ښځې غواړي له هغه هیواده ووځي.

میرمن وېن بورین وایي ‌ښځې په دې اړه ډېره اندیښنه لري چې د کار اجازه به ولري که نه، وایي نارینه کارکوونکي بیا د خپلو ښځینه اولادونو په اړه اندېښنه لري چې آیا هغوی به وکولای شي‌ ښوونځي ولاړ شي که نه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG