لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دامریکې دملي امنیت سلاکارې ډلې صدر بایډن دافغانستان بدلېدونکي حالت نه خبر کړی


دامریکا سپینه ماڼۍ وایي دصدر جوبایډن اؤ دهغه مرستیالې صدرې ته دقامي سلامتۍ ډلې افغانستان کې دبدلېدونکي وضعیت په اړه احوال تیر کړی دی.

دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت له مخې دصدر بایډن اؤ دهغه دمرستیالې دقامي سلامتۍ ډلې دواړه لوړ پوړي مشران دافغانستان دتازه وضعیت څخه خبر کړي اؤ ورسره یې دترهګرۍ په احتمالي ګواښونو دنظر ساتنې په اړه خبرې اترې کړي دي.

په دې خبرو اترو کې افغانستان څخه دامریکایي وګړو د راویستو،دامریکایي ویزو دپاره د درخواست ورکوونکو افغانانو اؤ دغیرخوندي افغانانو په اړه هم بحث شوی دی.

تر دې یوه ورځ وړاندې امریکایي صدر جوبایډن ویلي وؤ چې افغانستان کې "زمونږ یوازینی مفاد هم هغه دی چې دامریکا په خاوره باید د ترهګریزو بریدونو مخه ونیول شي"

صدر بائیډن ویلي وؤ "شل کاله مخکې مونږ د واضحه اهدافو سره افغانستان ته تللي وؤ اؤ مونږ په دغه هیواد کې د متحده مرکزي حکومت جوړولو سوچ کله هم نه ؤ کړی"

صدر بایډن دا هم ویلي وؤ چې دا مهال مونږ دکومو ترخو حقیقتونو سره مخ یو په هغې خفه یم خو زه افغانستان کې دامریکې دجګړې ختمولو اؤ دافغانستان په ګډون ټوله نړۍ کې دترهګرۍ مخنیوي ته دبشپړه پام ګرځولو په موخه پخپله کړې پریکړه هیڅ پښیمانه نه یم.

دصدر جوبایډن لخوا افغانستان څخه دخپلو سرتیرو ستنولو وروسته طالبانو دپلازمینې کابل په ګډون ۳۴ کې په ۳۳ ولایتونو قبضه کړې ده اؤ ځېنې څېړونکي اندېښنې ښایي چې که افغانستان کې طالبان بیا واکمن کیږي نو ویره ده چې دداعش،القاعده اؤ ټي ټي پي په څېر ترهګرې ډلې یو ځل بیا منظمې اؤ په سیمه کې ګډوډي ته راپورته شي.

طالبانو ویلي چې دوئ به هیچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره دنورو هیوادونو په ضد وکاروي.

خو څېړنکار ډاکټر عرفان اشرف ډيوه ته ویلي چې د طالبانو لخوا د وسله والو ډلو مشران او غړي د جېلونو څخه خوشي کول د پاکستان ترڅنګ د نورو هیوادونو له پاره خطره جوړېدلی شي.

نوموړی وایي کوم خلک چې دافغان حکومت په ضد طالبانو سره اوږه په اوږه جنګیدلي دي دهغوئ خلاف ګامونه اخستل به طالبانو ته ډیر ګران وي.

"په يو څو ورځو کې مونږ ته معلومه شوه چې په کندهار اؤ کابل کې د زندانونو څخه د ټي ټي پي اؤ نور وسله وال خلاص کړی شول نو ددې خو مونږ ته ښکاره پيغام دا راغلو چې ته کومې ژمنې کوې د خلکو سره د قومونو سره هغه ته نه پوره کوې"

د مطبوعاتي راپورونو ترمخه د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو د واک پخپل لاس کې داخستو په مهال افغان طالبانو د جېلونو څخه يو شمېر د تحريک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو غړي او مشران خوشي کړي دي۔

په ټولنيزو رسنيو د تحريک طالبان پاکستان دپخواني نایب امير مولوي فقير محمد عکس هم خپور شوی چي هغه هم د افغانستان د جیل څخه خوشي کړل شوی دی

XS
SM
MD
LG