لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکايي ګورنرانو امریکا ته رسېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو هوډ څرګند کړی


د مېرېلېنډ ګورنر لېرې هوګن

د امریکا ګڼو والیانو یا ګورنرانو ویلي، دوی به په خپلو ایالتونو کې د افغان کډوالو په ځای پر ځای کېدو کې مرسته وکړي.

دوی دغه اعلان وروسته له هاغې وکړ چې طالبانو په ډېرې چټکۍ سره کابل ونیوه او لویدیځو هېوادونو ته دا وخت پاتې نشو چې خپل سفیران او متحدین وباسي.

لږ تر لږه لسو والیانو په روانه اونۍ کې خپل ملاتړ په داسې حال کې اعلان کړ چې پنټګان هڅه کوي په امریکا کې د کابو ۲۲۰۰۰ افغان متحدینو لپاره لنډ مهالی ځای تیار کړي.

د ګل یا دوشنبې د ورځې راهیسې، لومړني ۲۰۰۰ افغانان د فورټ لي په نامه د ویرجنیا په یوې پوځي اډه کې ځای پر ځای شوي دي او تمه ده په زرګونو نور به په راتلونکو اونیو کې ټکساس او ویسکانسن ایالتونو ته راشي.‌

د مېرېلېنډ ریپلېکن ګورنر لېرې هوګن ویلي، "په افغانستان کې د تېرو څو ورځو راهیسې ګډ وډ او زړه ماتونکې حالات په چټکۍ سره د غیر مسولانه وتلو پایله ده."

هغه زیاته کړې، "له دغو افغانانو څخه ګڼو یې په بهادرۍ سره خپل ژوند په خطر کې اچولی تر څو د زیاتو کلونو لپاره زمونږ د هڅو ملاتړ وکړي چې په دوی کې ژباړونکي او نور کارکونکي شامل دي او مونږ له اخلاقي پلوه مجبور یو چې ورسره مرسته وکړو."

تر دې دمه، کالیفورنیا، جیورجیا، ایوا، مېرلېنډ، مسېچوسېت، سوت کېرولاینا، یوتا، ویرمانټ، ویرجنیا او ویسکانسن له افغان کډوالو سره د مرستې او د هغوی د منلو لپاره تیاری ښودلی.

بشري ادارو اټکل کړی چې نېږدې ۸۰۰۰۰ افغان متحدینو او د هغوی کورنیو امریکا ته د کډوالۍ ځانګړو ویزو یا اس آی وي لپاره وړاندیز ورکړی.

د امریکا په دفاع وزارت کې د افغانستان د ناورین لپاره د کاري ډلې مشر ګېرې رېډ ویلي، " د ۲۰۰۵ کال راهیسې تر ۷۰۰۰۰ زیاتو کسانو په اس آی وي کې ګډون کړی. زمونږ پوځ ددې هڅو د ملاتړ په برخه کې غوره کار کړی."

د افغان متحدینو کلیمه هغو خلکو ته کارول کېږي چې د امریکا له جنګي هڅو سره یې د ژباړونکي، کلتوري لارښود او د معلوماتو په برخه کې مرسته کړې وې.

د ژغورنې نړیواله کمېټې یا آي ار سي اټکل کوي چې تر درې لکو زیاتو افغانانو د تېرو دوو لسیزو په اوږدو کې له امریکايي ماموریت سره مرسته کړې خو ډېر کم شمېر به یې د امریکا د کډوالو شرایط پوره کړي.‌

XS
SM
MD
LG