لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کابل د امنيت چارې حقاني شبکې ته سپارل شوي دي


طالبانو د کابل د امنیت چارې حقاني شبکې ته سپارلي د چا چې د نړيوالو جهادي ډلو او القاعده ډلې سره د اوږدې مودې نه اړيکې دي.

د وي او اې د خبر ترمخه د غرب استخباراتو ويلي چې د طالبانو دغه ګام د پرېشانۍ وړ دی ځکه چې طالبانو کومې ژمنې کړې وې په هغې عمل نه کوي ځکه چې دوی ويلي وو د کال 1994 نه 2001 پورې په افغانستان د واکمنۍ د مودې نه به دې ځل ميانه روي يا نرمي کوي.

په داسې کولو سره به القاعده بيرته افغانستان ته راشي کوم څه چې د طالبانو تير کال د امریکا سره په قطر کې د شوې ژمنې سرغړونه ده.

د زيارت/پنجشنبې په ورځ (19 اګست) د افغانستان د سولې د عالي شورا عبدالله عبدالله د د خليل الرحمان حقاني سره په کابل کې ليدلي او عبدالله ویلي حقاني به د پلازمينې کابل امنیت ګوري او هغه ورته باور ورکړی چې د کابل ښاريانو ته به کلک امنیت ورکوي.

د امریکې د خزانې وزارت د کال 2011 په فرورۍ کې خلیل الرحمان نړيوال ترهګر ګرځولی او د هغه په اړه په مالومات ورکولو يې پينځه ملينه ډالره انعام هم مقرر کړی و، ملګرو ملتونو هم هغه د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې اچولی وو.

د برتانیې د استخباراتو يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ته ویلي، حقاني شبکه او القاعده د اوږدې مودې نه اړيکې لري او دا د پرېشانۍ خبره ده او دا ممکنه نه ده چې دوی به خپلمنځي اړیکې قطع کړي.

د برتانیې يو پخواني سفارتکار لور روبرټس وی او اې ته ویلي د کابل امنیت حقاني شبکې ته سپارل داسې دي لکه د چرګوړو ساتنه چې لومبړۍ ته ورکړې.

روبرټس چې د ترهګرۍ ضد پروژې سلاکار دی ويلي يې دا کار د هغه دپاره حېرانوونکی دی هغه ویلي د عامو اړيکو په تناظر کې هغه فکر کوو چې طالبان د دې په پرتله يو څه هوښيار دي.

هغه ویلي طالبان د دغه کار د لارې دا ناوړه تاثر ورکوي او دا د ښځو، جينکو او مدني ټولنې دپاره د خطرې اشارې دي او هغه فکر کوي چې په دغه کار سره دا امکان زيات شوی چې افغانستان به يو ځل بيا د نړیوالو ترهګرو جاله جوړه شي.

نوموړي ويلي فکر نه کوي چې دوی د القاعده سره اړيکې قطع کړې وې او دا اړيکې به نورې ژورې شي لکه څنګه چې وې.

طالبانو د امریکا سره د کال 2020 په فرورۍ کې کړې موافقنامه کې منلې وه چې د القاعده په ګډون به چاته هم اجازه ور نه کړي چې د امریکا او اتحاديانو پرضد د افغانستان خاوره کارېدو ته پرېږدي.

د القاعده مشر اسامه بن لادن د کال 2001 په ستمبر کې په نيويارک او واشنګټن د بريدونو لارښوونه کړې وه.

د امریکا صدر جوبايډن د ګل/دوشنبې په ورځ په ټيلي ويژن وېنا کې ویلي وو شل کاله وړاندې افغانستان ته د ستمبر 2001 په بريدګرو پسې تللي چې يقيني کړي چې القاعده بيا د امریکا پرضد د افغانستان خاوره ونه کاروي.

هغه ویلي وو دغه کار یې کړی په افغانستان کې يې القاعده ځپلې او يوه لسيزه وړاندې يې اسامه بن لادن مالوم کړی وو.

څيړونکي وايي حقاني شبکه د طالبانو يوه څانګه ګڼل کيږي او دا ډله په طالبانو کې د نورو په پرتله ډېره خپلواکه ښکاري دا شبکه په کال 1980 کې جوړه شوې د امريکا او پاکستان په ملاتړ د روس پرضد جنګېدلې وه او دا شبکه اوس د طالبانو په چوکاټ کې ډېر ځای لري.

خليل الرحمان حقاني چې د کابل امنيت ورته سپارل شوی د افغان طالبانو د مرستيال مشر سراج الدين حقاني تره او د حقاني شبکې د مشر جلال الدین حقاني ورور دی.

حقاني کورنۍ چې د پاکستان سره په پوله د افغانستان د جنوب ختيځې سيمې سره تعلق لري په افغانستان کې يې د يو شمېر بريدونو زمه وارۍ منلي چې پکې په 2008 کال کې د کابل په سرينا هوټل بريد، په 2012 کې په خوست کې د امریکا په پوځي مرکز بريد، او په 2017 کې په کابل کې د جرمني په سفارتخانه بريد چې پکې 96 وژل شوي وو، شامل دي.

د جهاد د بنياد په نوم کتاب د ليکوالانو په وېنا حقاني شبکه په کال 1980 کې د روس پرضد جوړه شوې او بهرنيو جنګيالو ته یې هرکلی ويلی وو چې پکې اسامه بن لادن هم وو، بن لادن بيا د حقاني شبکې په تربيتي مرکز کې تربيه شوی او د 1990 په لسيزه کې چې القاعده جوړه شوه دا دواړه ډلې بيا يو ځای شوې وې.

د توره بوره د جګړې په نوم د کتاب ليکوال پيټر برګن ترمخه د امریکايي بريدونو وروسته حقاني او القاعده د پاکستان په شمالي وزیرستان کې تربيتي کېمپونه چلول او حقاني شبکې په کال 2001 کې اسامه بن هم د افغانستان نه ويستی وو کله چې امریکايي ځواکونه هغه ته نزدې رسېدلي وو.

XS
SM
MD
LG