لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسلام اباد په حفصه مدرسه د طالبانو بېرغ ځړول شوی، انتظاميه يې پرضد ګام اخلي


جامعه حفصه اسلام اباد
جامعه حفصه اسلام اباد

د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د سور جومات (لال مسجد) سره جوخته جامعه حفصه د جينکو ديني مدرسه باندې د طالبانو سپين بېرغ ځړول شوی، د اسلام اباد انتظامیې ویلي د دغه کار ترسره کوونکو پرضد ګامونه اخلي او قانوني چلند به ورسره کولی شي.

دا خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی او پرون په 19 اګست يې د امارت اسلامي افغانستان اعلان کړی دی.

د اسلام اباد سور جومات مخکنی خطيب مولانا عبدالعزيز چې د طالبانو او القاعده پلوي ګڼل کيږي. د جومات سره جوختې جامعه حفصه په کال 2007 په اسلام آباد کې د شریعت د نفاذ په حق کې او د موسیقۍ او د ځیني چینايي کاروبارونو خلاف ګامونه پیل کړې وو او تور يې پرې لګولی وو چې غیر شرعي کارونه کوي.

هم په کال 2007 کې د هغه وخت صدر او پوځي مشر پرویز مشرف د سور جومات پرضد د پوځي عملياتو امر کړی وو. حکومتي مامورینو په هغه وخت کې ويلي وو چې په جومات او د ښځو په مدرسه جامعه حفصه کې وسله والو پناه اخیستې ده.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه د سور جومات وياند حافظ احتشام پرون د زيارت په ورځ مطبوعاتو سره عکسونه او بيان شريک کړی چې پکې هغه په جامعه حفصه يې د امارت اسلامي افغانستان د بېرغونو ځړولو ويلي دي.

راپورونه وايي مولانا عبدالعزيز نن د جمعې په ورځ په سورجومات کې د نفاذ شریعت وفتح مبين په نوم د کانفرنس جوړولو هم ويلي دي.

د اسلام اباد مرستیال کمشنر حمزه شفقات ويلي د بېرغونو په اړه ورته خبر ترلاسه شوی بېرغونه به لرې کوي او د زمه وارو پرضد به يې عمليات کوي.

څه موده وړاندې مولانا عبدالعزيز د سور جومات د خطيب د څوکۍ څخه لرې کړی شوی خو ویل کيږي هغه اوس هم کله کله د جمعې د خطبې دپاره سور جومات ته ځي.

حفصه مدرسه د سور جومات پرضد عملياتو نه وړاندې چې د جومات سره يو ځای وه په اسلام اباد کې په غېر قانونه توګه د جوړو ودانيو پرضد عملياتو کې ورانه کړی شوې او هلته کې زده کوونکې جينکۍ بيا د اسلام اباد د سېکټر جي سېون تهري فور کې د يو جومات سره نزدې بل خالي ځای ته منتقل کړی شوې وې. خو ويل کيږي هلته اوس غېر قانوني ودانۍ شوي او په جامعه حفصه کې اوس هم په سوونو جينکۍ زده کړې کوي.

په افغانستان کې د طالبانو د راتلو او کابل نيولو وروسته په پاکستان کې ځينې مذهبي ګوندونو طالبانو ته اومبارکۍ هم ورکړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG