لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي: د افغان مشرتابه ازمېښت دی چې څنګه د ننګونو مقابله کوي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ویلي، د افغانستان د سولې دښمنه ځينې عناصر د بربادۍ رول ترسره کوي او دا د افغان مشرتابه ازمېښت دی چې څنګه د ورپېښو چېلنجونو مقابله کوي.

قرېشي دا خبره په داسې حال کې کړې چې طالبانو په 15 اګست کابل او د افغانستان زیاتې برخې نيولي او د واک پياوړي کولو او د حکومت جوړولو دپاره يې د افغان سياسي مشرانو سره ليدنې هم پېل کړي دي.

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه قرېشي په افغان طالبانو او پخوانيو مشرانو ټينګار کړی چې د مشورې وروسته سياسی جوړ جاړی وکړي.

هغه ویلي پاکستان په افغانستان کې وينه توېدل نه دي غوښتي خو سوله او ثبات يې غوښتی دی.

قرېشي زیاته کړې د پاکستان په سفر افغان پلاوي د وزیراعظم عمران خان سره ليدلي دي.

په 15 اګست د اتوار په ورځ ناوخته د افغانستان د ولسي جرګې اسپيکر رحمان رحماني، يونس قانوني، استاد محمد کريم خليلي، استاد محقق، احمد ولي مسعود، خالد نور، صلاح الدين رباني اسلام اباد ته سفر کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر ویلي پکار ده ګاونډي هېوادونه د افغانستان په مسله د مشورې دپاره يو ځای کښېني، او هغه په څو ورځو کې په دغه لړ کې د ګاونډي هېوادونو سفر هم کوي.

ويل شوي د زیارت/ پنجشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان د پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره هم ليدلي دي.

له دې وړاندې پاکستان ویلي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تسليمول به د سيمې فېصله وي، پاکستان په دغه اړوند د یو اړخيزه فېصلې اراده نه لري.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر فواد چودري په 17 اګست په اسلام اباد کې د مرکزي کابيني د غونډې وروسته ویلي وو، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د تسليمولو فېصله د سيمې او نړۍ د قوتونو سره په مشوره کوي.

هغه ویلي پاکستان په دغه اړوند د سيمې او نړۍ د دوست هېوادونو سره په رابطه کې دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG