لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:ټي ټي پي که افغان خاوره دپاکستان په ضد کاروي په ضد یې باید ګامونه واخستل شي


پاکستان وایي ټي ټي پي یا پاکستاني طالبان یو ترهګر تنظیم دی چې پاکستان اؤ ملګرو ملتونو پرې بندیزونه لګولي اؤ که چرې دا ترهګره ډله دافغانستان خاوره دپاکستان په ضد کاروي نو باید په ضد یې ګامونه واخستل شي.

خو برعکس بیا دپاکستان دننه څېړونکي اؤ حکومت مخالفه سیاسي ګوندونه پوښتنې راولاړوي چې که پاکستان طالبان پخپل هیواد کې ترهګر ګڼي نو بیا افغانستان کې ولې دطالبانو ملاتړ کوي؟

پاکستان تر اوسه دطالبانو دملاتړ نه انکار کوي خو دا مني چې دطالب مشرانو کورونه دپاکستان په خاوره کې دي اؤ هغوئ علاج هم ددې هیواد په روغتونونو کې کوي.

دجمعې په ورځ خبریالانو ته د اوونیز احوال ورکولو په وخت دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند زاهد حفیظ چوهدري ویلي افغانستان کې چې په راتلونکي کې هر حکومت جوړیږي پاکستان به ترې د ټي‌ ټي پي په ضد دسختو ګامونو اخستو هېله اؤ غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دپاکستان دننه څومره دترهګرۍ پېښې شوي هغې کې د زیاترو پړه دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده.

په کابل دقبضې کولو وروسته دافغانستان طالبانو ویلي چې هغوئ به نورو ډلو ته اجازه ورنکړي چې دافغانستان خاوره دبل چا په ضد وکاروي خو ددې ترڅنګ رپورټونه وایی چې طالبانو د ټي‌ ټي پي اؤ‌ ځېنو نورو ترهګرو ډلو مهم غړي اؤ مشران هم له زندانونو خوشې کړي دي.

دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي دافغانستان په وضعیت پاکستان دټولې نړۍ دمشرانو سره په تماس کې دی ،کابل کې دپاکستان سفیر منصورعلي خان دپخواني افغان ولسمشر حامدکرزئ ،ډاکټر عبدالله عبدالله اؤ دطالب مشرانو سره لېدنې کړي اؤ دافغان سیاسي مشرانو ډلې په پاکستان کې د وزیراعظم عمران خان سره لېدلي .

هغه وویل مخکې هم پاکستان دافغان سولې په هڅو کې کوټلی کردار ترسره کړی اؤ اوس هم غواړي چې افغانستان دکړکیچ څخه په وتلو دسولې اؤ ثبات لوري ته لاړ شي.

هغه په نړیواله ټولنه ټینګار وکړو چې افغانستان کې بیا ودانۍ اؤ دامن ټینګښت ته راوړاندې شي اؤ په ښه توګه دافغانستان سره کومک وکړي.

په دغه موقعه که هرڅو پاکستاني ویاند نیغ په نیغه دطالبانو په پلوۍ څه ونه ویل خو دهغوئ دځېنو ګامونو اؤ اعلانونو ستاینه یې ضرور وکړه.

ویاند وویل طالبانو ویلي چې دافغانستان خاوره به دبل چا په ضد نه کارول کیږي اؤ نه به هم دغه هیواد کې دجینکو په تعلیم بندیز وي چې دا دستایلو ګامونه دي اؤ پاکستان غواړي چې افغانستان کې واک په سوله ییز ډول منتقل شي.

نوموړي زیاته کړه پاکستان افغانستان کې یو داسې پراخ بنسټه حکومت غواړي چې ټولو ته دمنلو وړ وي اؤ دخپل راتلونکي په اړه پرېکړه به افغان ولس ته پخپله کول وي.

په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي چې هغوئ دنوي حکومت جوړښت په مشورو بوخت دي اؤ دیو داسې حکومت دجوړولو هڅه کوي چې هرچاته دمنلو وړ وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG