لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوه د طالبانو نه د ژمنو پوره کولو تمه څرګنده کړې


د پاکستان د پوځ مشر ويلي، تمه ده چې طالبان به د ښځو او بشري حقونو او د افغان خاورې د بل چا پرضد کارېدو په لړ کې د نړيوالو سره کړې ژمنې پوره کړي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه پرون د جمعې په ورځ 20 اګست د کاکول په پوځي اکېډمۍ کې يوې دستورې ته په وېنا کې ویلي، پاکستان د افغانستان د سولې په لړ کې خپلې مخلصانه هڅې کړي دي.

نوموړي ويلي، "د طالبانو نه تمه لري چې د نړيوالې ټولنې سره یې د ښځو او بشري حقونو په لړ کې او د افغانستان د خاورې د بل چا پرضد نه کارولو کومې ژمنې کړي هغه به پوره کړي".

جنرل باجوه دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې طالبانو په 15 اګست کابل او د افغانستان زیاتره برخې نيولي دي.

بل لور ته پاکستان ویلي ټي ټي پي یا پاکستاني طالبان یو ترهګر تنظیم دی چې پاکستان او ملګرو ملتونو پرې بندیزونه لګولي او که چرې دا ترهګره ډله د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کاروي نو باید په ضد یې ګامونه واخستل شي.

د جمعې په ورځ خبریالانو ته د اوونیز احوال ورکولو په وخت د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند زاهد حفیظ چودري ویلي افغانستان کې چې په راتلونکي کې هر حکومت جوړیږي پاکستان به ترې د ټي‌ ټي پي په ضد د سختو ګامونو اخستو هيله او غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان دننه څومره د ترهګرۍ پېښې شوي په هغو کې د زیاترو زمه واري د پاکستاني طالبانو تحریک منلې ده.

په کابل د قبضې کولو وروسته د افغانستان طالبانو ویلي چې هغوی به نورو ډلو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل چا په ضد وکاروي خو د دې ترڅنګ رپورټونه وايي چې طالبانو د ټي‌ ټي پي او ځېنو نورو ترهګرو ډلو مهم غړي او مشران هم له زندانونو خوشې کړي دي.

د افغانستان څخه د وتلو وروسته افغان ولسمشر اشرف غني په 15 اګست خپل لومړي بیان کې ویلي وو،

طالبان "اوس د یوې نوې تاریخي ازموینې سره مخامخ دي؛ یا به د افغانستان نوم او عزت ساتي او یا به نورو ځایونو او شبکو ته لومړیتوب ورکوي. ډیر خلک او ډیر اقشار په ډار کې دي او په راتلونکي باندی بی باوره دي؛ طالبانو ته لازمه ده چې د افغانستان ټولو ولسونو، قومونو، بیلابیلو اقشارو، خویندو او میرمنو ته ډاډ ورکړي چې د مشروعیت د ګټلو او د خلکو د زړونو د ډاډه کولو لپاره واضحی طرحی جوړی او ولس سره شریکې کړي".

او بيا د طالبانو د ډلې مرستیال او په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ويلي وو،"کوم حال ته چې رسېدلي يو د دې هيڅ توقع نه کېده چې په دغه رقم به مونږ په افغانستان کې کاميابه کيږو، خو دا د الله مدد وو چې ګټه يې راکړه".

برادر په یو ویډیوي پېغام کې ویلي وو، "وړاندې په مونږ دومره زمه واري نه وه لکه اوس چې ده، ځکه چې اوس په مونږ او تاسو د امتحان او ازمايش وخت راغلو، ځکه ورځ په ورځ به مونږ په دې کې اخته کيږو چې څنګه به د خپل ملت خدمت، امنيت او د خلکو د ژوند او په راتلونکې کې د دوی اطمينان ترلاسه کړو".

د پاکستان د پوځ مشر ويلي، بيا بیا يې په نړيواله ورورولۍ غږ کړی چې د افغانستان د مسلې د پرامنه حل دپاره کردار ولوبوي.

هغه زیاته کړې پاکستان په افغانستان کې د بدامنۍ دروند قيمت ورکړی او د خپلو اقتصادي ستونزو باوجود يې د څلورو لسيزو راهسې 30 لکه افغانانو ته پناه ورکړې ده.

هغه ویلي په پاکستان چې د تنقيد هڅې کيږي غلي به پرې پاتې نه شي او دا هغه سازشونه دي چې د سيمې د امن په وړاندې خنډان دي.

جنرل باجوه تکرار کړې په افغانستان کې د سولې او ثبات دپاره رول لوبوي ځکه چې د افغانستان سولې ته سيمه او په ځانګړي ډول افغانان سخته اړتيا لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG