لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د افغانستان د استقلال په ورځ د تورونو په سر د نيول شوو افغانانو شمېره نزدې 200 ده


د خېبر پښتونخوا پوليس ويلي 126 افغانان يي په دې تور نيولي چې د پاکستان خلاف يي نعري وهلي او د نسل او ژبې په بنياد يي کرکه خوروله، خو کډوال وايي د نيول شوو شمېره 200 ته نزدې ده.

په پېښور کې د زيارت په ماښام افغان ځوانان د افغانستان د استقلال ورځ نمانځلو په مناسبت راوتي وو، د افغانستان بېرغونه يې اوچت کړي او نعرې يي وهلې.

په اول کې نهه افغانان نيول شوي وو او نن د خالي په ورځ د پېښور پوليسو ډيوه ته تاييد کړې چې د نيول شوو افغانانو شمېر يو 126 ته رسېدلی دی.

د دوی پر ضد په اول کې په درج شوې مقدمه کې ليکل شوي چې قصدا عمدا دغو افغانان مهاجرينو د پاکستانيانو ترمنځه د ژبې او نسل په بنياد کرکه خوروله او دښمنۍ ته يې وده ورکوله، او دوی کوم اجازت هم نه وو اخستی.

په خېبر پښتونخوا کې د کډوالو د شورا مشر بريالي ميانخېل ډيوه ته وويل دوی د حکومتي چارواکو او د کډوالو ادارې يو اين ايچ سي ار سره په رابطه کې دي، تر اوسه د 80 پورې نيول شوي تنان خوشي کړی شوي او د 100 نه زيات اوس هم د پوليسو په ولقه کې دي.

بريالي ميانخېل زياته کړه که ځوانانو د کوربه هېواد پاکستان پرضد کومې نعرې وهلي وي دوي يي غندنه کوي.

" د 80 زيات کسانو پوليسو خوشي کړي او څه باندې 100 تنان لا اوس هم د پوليسو سره دي، په هغې کې هم کوششونه روان دي، تمه ده راخوشې به شي ځکه چې دوي هلکان دي نا پوهه د کوم سياسي شعور په اساس يې دا خبرې نه دې کړې"

د يو اين ايچ سي ار چارواکو ډيوه ته وويل په دغه اړه يې د پېښور دفتر معلومات راټولي او چې کومې نتېجې ته ورسي ميډيا سره به يې معلومات شريک کړي.

دې ترڅنګ د بشري حقونو فعال پروفېسر اسماعيل ډيوه ته وويل هم په دغه ورځ په صوابۍ کي هم د پي ټي ايم دوه غړي په دې تور نيول شوي چې د افغانستان د استقلال په ورځ يې د افغانستان جنډې پورته کړې وې او پېښور کې هم افغانان نيول شوي چې د خپل وطن د استقلال ورځ يي نمانځله۔

" د افغانستان ځوانان چې د استقلال خوشالي نمانځي او جنډې اوچتوي نو نيول کيږي، خو هم دلته په جلسو کې او اوس هم د طالبانو جنډې اوچتول کيږي او د هغوي په خلاف هيڅ کاروائي نه کيږي".

د نيول شوي افغان کډوالو خلاف په اولني درج شوي ايف ايي ار کې د پاکستان پېنل کوډ 153A- 14FA- 148-149 مادې شامل کړی شوې وې، چې د قانون پوهانو په وېنا د اړي ګړي او کرکې يا نفرت خورولو د تورونو په مقدمو کې دا مادې لګول کيږي.

د جون په مياشت کې هم د پېښور په څوکنو کې د يو افغان کډوال مړی په دې تور په هديره کې ښخېدو ته نه وو پرېښودل شوی چې د ده پلار کله د پېښور نه د کډوالۍ نه بيرته افغانستان ته ستون شوی د پاکستاني بېرغ سپکاوی یې کړی وو.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG