لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې امریکايي سفارتخانې خپلو وګړو ته ویلي هوايي اډې ته دې نه ځي


په کابل کې د امریکې سفارتخانې د خالي/شنبې په ورځ 21 اګست د امنیت خبرداری ورکړی او امریکايانو ته یې لارښوونه کړې چې بې د کوم امریکايايي استازي د وېنا يا لارښوونې دې هوايي اډې ته نه ځي، ځکه چې د هوايي اډې د دروازو بهر د داعش خطره ده.

د جرمنې سفارتخانې هم دغه رنګ هدايات جاري کړي او ويلي يې دي طالبان هم په علاقه خپل اثر سېوا کوي.

په 21 اګست د امریکې د بهرنيو چارو وزارت خپلو ملکيانو ته افغانستان ته د سفر نه کولو د څلورمې درجې خبرداری جاري کړی وو چې افغانستان ته دې د بدامنۍ، وسله والو جګړو، جرمونو، ترهګرۍ، تښتونو او کرونا له امله سفر نه کوي.

په کابل کې دغه امنیتي خطرې په داسې حال کې څرګندې کړی شوي چې د اې پي خبري ادارې ترمخه امریکايي پوځ د کابل د هوايي اډې نه د خلکو د ويستلو عمل ګړندی کړی دی.

يو امریکايي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط د داعش په اړه د تفصيل ويلو نه ډډه کړې خو ويلي يې دا مهمه ده، که څه هم تراوسه کوم بريد نه دی تاييد شوی.

د خلکو هوايي اډې ته رسولو په لړ کې امريکايي چارواکي د طالبانو سره په رابطه کې دي.

سپينې ماڼۍ پرون د خالي په ورځ ویلي د 14 اګست څخه يې تراوسه پورې 17زره کسان د کابل د حامد کرزي هوايي اډې څخه ويستلي دي، په 15 اګست طالبانو کابل نيولی دی.

سپينې ماڼۍ ويلي د جولايۍ وروسته یې 22زره کسان د افغانستان نه ويستلي دي، ويل شوي په 17زره ويستل شوو کسانو کې 2500 امریکايان وو.

د جمعې په ورځ د امريکا صدر جوبايډن ویلي وو امریکا به تر هغې په افغانستان کې وي چې څو پورې يې خپل هغه ټول ملکي وګړي چې وتل غواړي نه وي ویستلي.

جوبايډن ويلي وو انتظاميه به يې د امريکا افغان اتحاديان او همکاران هم اوباسي او هغه افغانان چې په هدف کيږي.

د خالي په ورځ په پېنټاګون کې د امریکايي پوځ مېجر جنرل ويليم ټېلر ویلي د خلکو ويستلو دپاره د کابل په هوايي اډه 5800 امریکايي سرتيري موجود دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG