لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د اتوار په ورځ د افغانستان نه څومره کسان ویستي؟ طالبان کله حکومت جوړوي؟


طالبانو چې په 15 اګست کابل نيولی پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ (22 اګست) امریکې ویلي، په شپږو الوتکو کې يې د 18 امریکايان او په 24 ساعتونو کې يې ټول 7400 کسان د افغانستان نه ویتسي دي.

د وي او اې د خبر ترمخه طالبانو د کابل د هوايي اډې نه بهر د اړي ګړي جوړولو تور په امریکا لګولی د چرته نه چې د طالبانو د ويرې خلک د ملک څخه بهر د وتلو هڅې کوي.

د برتانيې د دفاع وزارت ویلي د کابل د هوايي اډې سره نزدې د خالي/ شنبې په ورځ اووه افغانان مړه شوي دي.

بل لور ته د طالبانو د پخوانيو مخالفينو سره خبرې روانې دي چې ټول شموله حکومت جوړوي د کوم څه چې دوی ژمنه کړې ده.

طالبانو د خالي په ورځ ویلي هيله لري چې زر به د نوي حکومت چوکاټ اعلان کړي.

د طالبانو ویاند د خپل يو مشر شهاب الدين له قوله ويلي، طالبان غواړي چې داسې نظام جوړ کړي چې قانون پکې سر لوړی وي، د غبن/ کرپشن نه پاک وي، او د ملک هر وګړي ته موقع وي چې د هېواد او خلکو خدمت وکړي.

طالبانو چې د افغان حکومت واګې په لاس کې اخستي په ځانګړي د افغانستان ښځې د خپل راتلونکې دپاره په ويره کې دي او ښځې شک کوي چې د طالبانو په واکمنۍ کې به د دوی د حقونو کوم ډول احترام کيږي.

د خالي په ورځ په کابل کې د امريکا سفارتخانې اعلان کړی او امريکايانو ته يې مشوره ورکړې چې د لارښوونې پرته هوايي اډې ته نه ځي ځکه چې د هوايي اډې په دروازو د داعش خطره ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG