لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان:جنګ نه غواړو ګنې پنجشیر یوه ورځ کې نیولی شو


طالبان وایي دوئ په یوه ورځ کې پنجشیر نیولی شي خو غواړي چې ستونزه دخبرو اترو دلارې په سوله ییز ډول هواره شي اؤ هم له دې خاطره یې مخالف فریق ته دخبرو اترو دپاره پلاوی لیږلی دی.

دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دپاکستان دجیو ټيلي ویژن یو پروګرام کې ویلي که داحمد مسعود ډله جګړه کول غواړي نو ددې جګړې مسولیت به هم دهغوئ پغاړه وي ځکه چې طالبان نه غواړي وینه تویه شي.

هغه ویلي طالبان غواړي یو داسې جامع حکومت جوړ کړي چې مخالفین هم پکې شامل وي خو مخالف اړخ په واکمنۍ خپله اجاره داري غواړي .

دا په داسې حال کې ده چې دمیډیا رپورټونه وایي طالبانو خپل سلګونه تنه جنګیالي د پنجشیر ولایت په لور لېږلي، چېرته چې تر اوسه د طالبانو ضد قوتونه واکمن دي.

په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان دطالبانو دیو مشر له خولې وایي چې په پنجشیر دقبضې دپاره طالبانو عملیات پیل کړي دي.

په ټویټر ښاغلي طاهر خان لیکلي دطالبانو دغه مشر ورته ویلي تر دې وړاندې چې پنجشیر کې دپوځي عملیاتو کوم خبرونه مخې ته راغلي وؤ هغه ناسم وؤ.

دطاهر خان په وینا پنجشیر کې له پوځي عملیاتو وړاندې کابل کې دطالبانو،دپنجشیر دعلماؤ اؤ نورو شخصیاتو ترمنځ دخبرو اترو څو پړاوؤنه شوي وؤ خو دغه خبرې ناکامه شوي دي.

طالبانو یا داحمد مسعود جبهې لا په رسمي توګه په دې هکله څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې داشرف غني مرستیال صدر امرالله صالح ویلي وؤ چې طالبانو خپلې لښکرې دپنجشیر په خوله کې ودرولي اؤ دعوه یې کړې وه چې دغلته دننوتو په مهال ګڼ شمیر طالبان وژل شوي هم دي.

پنجشیر د سرښار کابل نه یو نیم سل(۱۵۰) کلومټره لېرې، د شمال پلو، هندوکش غرونو کې پرته لویه دره ده. هلته اوس د پخواني جهادي کمانډر احمدشاه مسعود زوی، احمد مسعود، د طالبانو خلاف د مقاومت یو نوی سنګر جوړ کړی دی.

د احمد مسعود پلار، احمد شاه مسعود چې د شېر پنجشیر (یا د پنجشیر زمري) په نوم مشهور و، په ۱۹۸۰ کلونو کې یې روسانو ته د پنجشیر په نیولو کې ماتې ورکړې وه او بیا په ۱۹۹۰ کلونو کې یې د طالبانو سره جنګ کې هم طالبان د پنجشېر په نیولو کې ناکامه کړي و.

طالبانو په دې وروستیو کې دافغانستان دپلازمینې کابل په شمول نور ټول ولایتونه دخپل واک لاندې راوستي خو په پنجشیر یې تر اوسه هم قبضه نه ده ټینګه کړې

دیکشنبې په ورځ طالبانو احمد مسعود ته څلور ګېنټې وخت ورکړی ؤ چې پنجشېر ولایت دې دوئ ته وسپاري. طالبانو زیاته کړې وه پس له هغه چې ځایي ریاستي چارواکو په پرامنه توګه د پنجشیر د سپارلو نه ډډه وکړه، طالب جنګیالي د هغې سیمې په لور ولېږل شول، خو تر اوسه کوم جنګ نه دی شوی.

احمد مسعود په کابل باندې د طالبانو د قبضې راهیسي، له هغو سره په خبرو کې پاتی شوی، خو د هغه یو سلاکار علي نظري وي او ای ته وویل چې اوس دا خبرې په ټپه درېدلي او داسې نه ښکاري چې نورې دې مخ ته ولاړې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG