لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په کرونا وایرس 91 تنه نور مړه شوي،څلور زره پرې تازه اخته شوي


سرکاري شمیرې ښایي چې پاکستان کې دتیر یو شواروز په مهال په کرونا وایرس نور 91 کسان مړه شوي اؤ دڅلورو زرو نه زیاتو کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی دی.

پاکستان کې په کرونا دڅار ملي ادارې این سي او سي د نهې په ورځ خپلو تازه شمیرو کې ویلي چې په تیر یوشواروز کې دهیواد دننه د کرونا دمثبتو پېښو کچه 6.79 پاتې شوې ده.

تراوسه په یاد وایرس پاکستان کې د رامنځته شوؤ مړینو شمیره 25 زره اؤ 94 ده اؤ ټول ټال 11لکو 31زرو اؤ659 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی دی.

سرکاري شمیرې ښایي چې پاکستان کې اوس هم 91046 کسان په دې رنځ اخته دي.

په نزدې وختونو کې پاکستان کې دکرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه د دوه فیصدي نه هم په ښکته تللې وه خو ډاکټران وایي چې عامو خلکو د کرونا نه دځان ژغورنې په سپارښتنو عمل پرېښودی دی چې له دې امله یو ځل بیا دا وایرس په چټکتیا سره خوریږي.

دپاکستان حکومت هم تیرکال د کرونا وایرس نه د ولس خوندي کولو دپاره یو شمیر سخت بندیزونه پځائ کړي وؤ خو په دې وروستیو کې حکومت دغه بندیزونه بیرته لرې کړي دي اؤ اوس خلک د نورکله په څېر په بازارونو کې پرته له کومو احتیاطي تدابیرو خپل روزګار،راشه درشه اؤ غم ښادي کوي چې ډاکټران دکرونا وایرس دبهیر چټک کیدو یوه وجه دا هم بولي.

حکومت خبرداری ورکړی چې که دکرونا له امله حالات نور خرابیږي نو په هیواد کې به یو ځل بیا سخت بندیزونه پرځائ کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG