لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې دچین په وګړو پرله پسې بریدونه،اسلام اباد وایي بیجنګ سره ګډه تګلاره جوړوي


اسلام اباد اؤ بیجنګ پاکستان کې د چینایي کمپنیو د امنیت دپاره د ګډې حکمت عملۍ یا تګلار جوړولو پرېکړه کړې ده.

چین پاکستان کې پخپلو وګړو پرله پسې کیدونکو بریدونو باندې اندېښنه ښکاره کړې ده خو دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وایي چې چین ته باور ورکړل شوی چې وګړو ته به یې هر رقم امنیت ورکولی شي.

اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا کې د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي چې دچیني وګړو اؤ هیواد کې دکارکوونکو چینایي کمپنیو دامنیت دپاره دګډې تګلارې جوړولو پرېکړه شوې ده.

څېړونکي وایي پاکستان کې دچین په وګړو دپرله پسې بریدونو له امله دبیجنګ اندېښنې سیوا شوي دي اؤ اوس چین په اعلانیه توګه دخپلو وګړو اؤ روانو پروژو په اړه دخپلو اندېښنو څرګندونه هم کوي.

پاکستان کې د چین سفارتخانې دبلوچستان په ګوادر ښار کې په ایکسپریس وی پروژه کاروونکو چیناني وګړو باندې دشوي ځانمرګي برید دبشپړه پلټنو اؤ دغه پېښه کې ککړو کسانو ته دسختې سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

دکورنیو چارو د وزارت له مخې دجمعې په ورځ شوي ځانمرګي برید کې ذچیني انجنئیرانړ اؤ کارمندانو کاروان په نخښه کړل شوی ؤ.

ددغه برید پړه بلوڅ بیلتون خوښې ډلې بلوچستان لبریشن ارمي پغاړه اخستې وه.

په ګوادر کې شوی دا ځانمرګي برید دخیبر پښتونخوا په داسو ډیم د کاروونکو انجنئیرانو په بس دشوي برید نه شا وخوا یوه میاشت وروسته شوی دوهم برید ؤ.

د داسو په برید کې دنهه چینایي وګړو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي وؤ.

تیرو وختونو کې هم دپاکستان اؤ چین داقتصادي راهدارۍ په اړوند پروژو کارکوونکو چینایي وګړو باندې ترهګرو ډلو بریدونه کړي وؤ خو افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو له د وتلو په موقعه دې بریدونو کې زیاته اضافه رامخې ته شوې ده.

اوس اوس په بیجنګ کې دسفارتي خدماتو سرته رسولو نه وروسته فارغ شوی سفارتکار مسعود خالد وایي دچین په وګړو شوؤ اوسنیو بریدونو باندې بیجنګ اندېښنې لري خو مرور ورته نه شي ویل کیدای.

امریکا غږ سره خبرو کې هغه ویلي په پرمختیایي پروژو دکارکوونکو چینایي وګړو دحفاظت دپاره دپوځ یوه قطعه ځانګړې کړل شوې ده اؤ اوس په دې اړه د ګډې تګلارې جوړؤلو پرېکړه دستایلو ده.

دپاکستان دکورنیو چارو پخوانی سکتر تسنیم نوراني هم وایي چې په دې اوسنیو بریدون چین داندېښنو سره مخ دی.

امریکا غږ سره خبرو کې هغه ویلي په چینایي وګړو اؤ منصوبو شوؤ زیاتره بریدونو کې ترهګرو خپل اهداف نه دي ترلاسه کړي خو دداسو برید زیات غټ ؤ اؤ ترهګر دغه برید کې پخپل هدف کې بریالي شوي دي

( د وي او ای اردو په مننه)

XS
SM
MD
LG