لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان:جامع حکومت اؤ دنړیوالې ټولنې مثبته رویه افغانستان کې دانساني بحران مخه نیولی شي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي افغانستان کې دیو پراخ بنسټه حکومت جوړښت اؤ د نړیوالې ورورولۍ مثبته رویه دانساني فاجعې مخه نیولی شي .

دخوراک دنړیوال پروګرام دمشر سره لیدنه کې وزیراعظم عمران خان ویلي چې یوازې جامع حکومت افغانستان کې دامن اؤ ثبات په لوري دتګ یوازینۍ لاره ده اؤ نړیوالې ټولنې ته به دې کې خپل کردار ترسره کول وي.

دپاکستان د دولتي میډیا له مخې په دې لیدنه کې وزیراعظم عمران خان اؤ دخوراک دنړیوال پروګرام مشر دافغانستان په وروستي وضعیت کې د افغان ولس دخوراکي اړتیاؤ پوره کولو په اړوند خبرې اترې کړي اؤ هم یې دافغانستان عمومي وضعیت دبحث لاندې راوستی دی.

دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې په ۱۵م اګست په کابل دطالبانو دقبضې وروسته دافغانستان نه په زرګونو خلک نورو وطنونو ته وتلي اؤ په دغه هیواد کې پاتې زیاتره خلک وایي چې دهیواد دننه دخوراکي موادو دکمي سره مخ دي اؤ ډيره په مشکله د یو وخت ډوډۍ پیدا کوي.

طالبانو تیره ورځ ویلي وؤ چې نور به دهیواد نه دباندې وتلو ته څوک پرې نه ږدي خو تر اوسه یې دا نه ده واضحه کړې چې دخلکو دخوراکي موادو داړتیاؤ پوره کولو دپاره دوئ څه ګامونه اخستي دي.

په کابل دطالبانو له قبضې وروسته افغانستان کې په عملي ډول لا هیڅ حکومت نه دی اعلان شوی خو دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید وایي چې دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ تجارت روان دی اؤ دتیرې یوې اوونۍ په مهال دې تجارت کې نیم په نیمه اضافه شوې ده.

په عین حال کې د خوراک دنړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي مشر ډيوډ بیسلی پخپل یو ویډیو پیغام کې ویلي چې ډبلیو ایف پي افغانستان څخه دمسافرو، دملګرو ملتونو دکارمندانو اؤ دبشري حقونو دنورو خواخوږو د ویستلو په لړ کې همکاري کوي.

هغه ویلي افغانستان کې د وضعیت عادي حالت ته راګرځولو اؤ دمایوسه خلکو په مرستو کې چې د دوئ دلاسه څومره کومک کیږي هغه کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG