لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ ټرانزټ تجارت شپږو میاشتو دپاره غځول شوی


د پاکستان دبرني ایوان قایمه کمیټۍ ته ویل شوي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ټرانزیټي تجارت د شپږو میاشتو دپاره غځول شوی او په دې کې ۹۷ في صده کار شوی چې دغه لوظ نامه کې اصلاحات وکړي.

خو د دواړو هیوادونو ګډه تجارتي خونه یا چیمبر وایي د وړاندې څخه په ټرانزټ تجارت کې دستونزو له امله تجارت اغیزمن شوی او باید چې زر تر زره دا دیو کال دپاره وغځول شی او نوې لوظنامه دې لاسلیک کړی شی چې تجارت وده ومومي.

پاکستان کې دانګریزی ژبي ورځپاڼه ایکسپریس ټریبیون د اقتصادي چارو د وزارت په حواله وايي تیره ورځ د لوړ ایوان سینیټ قايمه کمیټۍ ته ویل شوي چې په ټرانزټ ټریډ لوظ نامه ۹۷ فیصده کار شوی او په دې کې تجارتی ستونزې تر ډیره حده هوارې شوې دي.

کمیټۍ ته ویل شوي چې د پولې دواړو اړخونو ته تجارتي بندیزونه نشته او روزانه د ۵۰۰ نه زیات ګاډي افغانستان ته تیریږی او د نړیوال قانون لاندې دا فعالیتونه به دوامداره وي.

د پاکستان او افغانستان د ګډې تجارتي خونې یا چیمبر اف کامرس مشر خان جان الکوزی وایي د وړاندې نه په لوظنامه کې د ستونزو له امله ۵۰ فیصدي تجارت ایران ته منتقل شوی دی.

هغه وایي وړاندې کلیز تجارت درې اربه ډالره ته زیات شوی ؤ بیا یو ارب ډالره ته راکوز شو .

نوموړی زیاتوي هغوئ په دې اړه په افغانستان کی د پاکستان سفیر او دطالبانو تجارتي مامورینو سره هم خبرې کړي چې دا لوظنامه او تجارت د هغوئ دپاره ډیر مهم دی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي خان جان الکوزي ویلي دوئ سره اندېښنه مل ده چې "دا شپږ میاشتې به زر پوره شي بیا به ددې لوظنامې تازه کول څنګه وي؟ دا زمونږ دپاره مهمه مسله ده باید د پاکستان د مامورینو سره پرې خبرې وشي چې دا لوظ نامه تازه شي او که ونه شي نو تجارت به نور هم راکم شي "

د پاکستان مرکزی بینک وایي په کال ۲۰۲۰ کې افغانستان ته د۸۹۰ میلینونه ډالرو برآمدات شوي وؤ او په کال ۲۰۱۹ کې ۱۱۹۲ ملينه ډالره برآمدات شوي وؤ.

دبینک له مخې په کال ۲۰۲۰ کې ۱۲۱ ملينه درامدات او په کال ۲۰۱۹ کی ۱۷۰ ملينه درامدات شوي وؤ.

په خیبر پښتونخوا کې د دتجارتي خونې اؤ صنعتونو مشر محمد اسحق وايي دا لازمه ده پاکستان به افغانستان ته ټرانزټ تجارتي سهولتونه ورکړي ځکه چې افغانستان د اوچې لارې یو بند هیواد دی.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي په تجارتي فعالیتو کې د پاکستان حکومت له پیچلې مسلې راوړل شوي دي او تجارت اغیزمن شوی دی.

دنوموړي په وینا "چونکې ډاکومنټیشن(دستاویزات) راغلل او ډالر ټرانزیکشن راغلو هغې سره د وړو تجارانو مشکلات زیات شوي او تجارت هم اغیزمن کیږي د بینکونو په ذریعه ډالر لیږل مشکل عمل دی "

په کال ۲۰۱۰ کی د پاکستان او افغانستان ټرانزټ ټریډ لوظنامه د لسو کالو دپاره شوې وه چې له مخه یې افغانستان ایمپورټ ډیوټي فری هیواد دی اؤ افغانستان کولی شي چې د پاکستان د لاری هند سره تجارت وکړی خو د هند دشیانو افغانستان ته د وړلو اجازه نشته.

د اشرف غني حکومت د پاکستان څخه غوښتي وؤ چې هند سره د تجارت کولو اجازه ورکړي خو پاکستان وایي د هند سره دامنیتي ستونزو له امله داسې نه شي کولی.

په کال ۲۰۱۷ کی اشرف غني دا لوظنامه ختمه کړې وه دپاکستان او افغانستان سوداګر وایي هغوئ اوس هم د افغانستان نه پاکستان ته په ګاډو راوستو کې مشکلات لري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG