لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ:افغانستان خپله پوځي روزنه هند کې کوله،اوس به دهند نفوذ ختم شي


دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال بابر افتخار وایي طالبانو پاکستان ته باور ورکړی چې پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي به پرې نه ږدي چې دافغانستان خاوره دپاکستان په ضد وکاروي اؤ پاکستان دطالبانو په خبره باور لري.

دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال بابر افتخار وایي طالبانو پاکستان ته باور ورکړی چې پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي به پرې نه ږدي چې دافغانستان خاوره دپاکستان په ضد وکاروي اؤ پاکستان دطالبانو په خبره باور لري.

دطالبانو لخوا په کابل له قبضې وروسته په وړومبي ځل دجمعې په ورځ دپاکستاني پوځي ویاند مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کړې اؤ ویلي یې دي اوس به دافغانستان اؤ سیمې څخه دهند نفوذ ختم شي.

دپاکستان پوځ په داسې حال کې دافغان دطالبانو لخوا دپاکستاني طالبانو په ضد ګامونو اخستو ته هېله من دی چې په کابل اؤ نورو ولایتونو له ورختلو وروسته طالبانو د زندانونو څخه ګڼ شمیر وسله وال خوشې کړي چې پکې د رپورټونو ترمخه دپاکستاني طالبانو اؤ القاعده مهم مشران هم شامل دي.

پخپل دې مطبوعاتي کانفرنس کې پوځي ویاند دهند اؤ افغانستان استخباراتي شبکې پاکستان کې په ورانکارۍ تورنې کړي اؤ ویلي یې دي چې په داسو،لاهور اؤ کوټه کې په نزدې وختونو کې دترهګرۍ شوې پېښې د این ډي ایس اؤ را په ملګرتیا شوي دي.

خو پوځي ویاند دخپلو دغو تورونو په هکله هیڅ ثبوتونه مطبوعاتو ته نه دي ښکاره کړي.

هند لا په سمدستي توګه د پاکستان دپوځ دې تورونو ته ځواب نه دی ویلی خو له دې وړاندې په بیلابیلو وختونو کې هندي چارواکو پاکستان دیو ترهګر هیواد په توګه یاد کړی اؤ تورونه یې پرې لګولي چې پاکستان پخپله خاوره طالبان اؤ نورې ترهګرې ډلې ساتلي چې هند اؤ افغانستان کې پرې بریدونه کوي.

دپاکستان دپوځ ویاند ویلي کابل ته دطالبانو ننوتل دهیلو برعکس وؤ اؤ اوس به انتظار کول وي چې په افغانستان کې څنګه حکومت جوړیږي “خو مونږ دافغانستان حکومت سره د مرستې اراده لرو”

تر دې وړاندې دپاکستان حکومت دریځ خپل کړی ؤ چې په افغانستان کې نوی جوړیدونکی حکومت به د ګاونډي او نړیوالو هېوادونو سره د سلا مشورې وروسته په رسميت پېژني.

میجر جنرال بابر افتخار وویل دافغانستان موجوده وضعیت کې پاکستان پخپلو ټولو پوستو اؤ دڅارنې په لارو امنیتي ځواکونه چمتو ودرولي اؤ دامن دپاره یې کوټلي ګامونه اخستي دي.

هغه ویلي دپاکستان پوځي مشرتابه افغانستان ته دلوړې کچې اووه سفرونه کړي وؤ اؤ څلور ځله پخپله دپوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه کابل ته تللی ؤ.

“مونږ افغانستان ته داستخباراتي معلوماتو دشریکولو خبره کړې وه، وړاندیز مو ورته کړی ؤ چې دافغانستان امنیتي سرتیرو ته روزنه ورکوؤ خو افغانستان خپل په زرګونو پوځیان هند ته د روزنې دپاره ولیږل اؤ دهند پوځي افسران به هم افغان ځواکونو ته دتربیت ورکولو دپاره افغانستان ته تلل”

په افغانستان کې داشرف غني تیر حکومت تور لګولو چې اسلام اباد غواړي کابل دې نړۍ سره دهغوئ(پاکستان) په خوښه اړېکې ولري خو دافغان دولت دریځ ؤ چې افغانستان یو خپلواکه هیواد دی اؤ هرچا سره دخپلو ملي ګټو په اساس داړېکو پاللو حق لري.

میجر جنرل بابر افتخار وویل “پاکستان ځکه دافغانستان سره مرسته کول غوښتل چې زمونږ امن نیغ په نیغه دافغانستان امن سره تړلی دی،مونږ دافغانستان دپوځ سرلښکر دپاکستان پوځي سلامۍ ته هم رابللی ؤ خو هغه رانغلو”

هغه تور ولګولو چې دهند افغانستان استخباراتي شبکې این ډي‌ ایس به دپاکستان په ضد د "را "مرسته کوله اؤ په افغانستان کې د ټي‌ ټي پي‌ خوندي ځالې وې خو اوس طالبانو ویلي چې هیڅوک به پرې نه ږدي چې دافغانستان خاوره دپاکستان په ضد وکاروي.

هغه زیاته کړې چې په موجوده وضعیت کې دافغانستان نه وروسته تر ټولو زیات پاکستان اغېزمن شوی ځکه چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستان دخپلو ۸۶زره وګړو قرباني ورکړې ده اؤ د۱۵۲اربو ډالرو معاشي زیان ورته رسیدلی دی.

هغه وویل اوس چې افغانستان کې نوی حکومت جوړ شي نو پاکستان به ورسره دحکومت په کچه تماس نیسي اؤ هیله ده چې په دغه هیواد کې به وضعیت زر عادي شي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG