لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کراچۍ په یوه کارخانه کې اور لګېدلی، تر اوسه د 16 مزدورانو مړي را ایستل شوي


واشنګټن ـــ د کراچۍ ښار په مهران ټاون سیمه کې نن په یوه فیکټرۍ یا کارخانه کې اور لګېدلی چې د پولیسو په وینا تر اوسه پورې پکې د 16 تنو مړینه تایید شوې ده خو د ژغورنې کار لا هم روان دی.

د ژغورنې د ډلې یو چارواکی مبین احمد وایي، دا د کېمیکلو یوه فېکټرۍ ده چې دننه پکې اور لګېدلی او سمدستي په ټوله ودانۍ کې خپور شوی چې هلته کار کوونکي مزدوران پکې سوځېدلي دي.

د ژغورنې ډلې وایي تر اور لګېدو وروسته په کارخانه کې بیړنۍ لاره نه وه ځکه له شلو تر پینځویشتو پورې کسان دننه بند پاته شوي او دوی د کړکۍ تر ماتولو وروسته د مړیو د را ایستلو کار پیل کړ.

د کراچۍ ښار د کورنګۍ سیمې د پولیسو یو مشر شاه جهان ډان انګرېزي ورځپاڼې ته ویلي، پولیسو ته ویل شوي چې په کارخانه کې 25 مزدوران لا هم بند پاته دي او اندېښنه یې څرګنده کړې چې کېدای شي هغوی هم مړه وي.

د کراچۍ د جناح پوسټ ګرېجوېټ مېډیکل سنټر یوه پولیس سرجنه ډاکټره سومیه سعید وایي، تر اوسه د دوی روغتون ته د 16 تنو مړي وروړل شوي خو وایي کېدای شي د مړیو شمېر زیات شي.

د اېدهي مرستندیې ادارې یو رضاکار صدام وایي، په پېښه کې شاوخوا 30 د اور لګېدو له کبله ټپیان شوي هم دي چې وایي هغوی هم جې پي ایم سي روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

عیني شاهدان وایي په مړو شویو مزدورانو کې د درو سکه وروڼو په ګډون د یوې کورنۍ پینځه تنه هم شامل دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي په دې کارخانه کې د جامو پلاسټیکي بکسې او نور شیان جوړېدل او هلته له کېمیکلو ډکې ډبې پرتې وې.

د سیند وزیراعلی مراد علي شاه د دې پېښې خبر اخیستی او پوښتنه یې کړې چې دا پېښې څنګه شوې او په کارخانه کې د ممکنه پېښو د مخنیوي لپاره د ژغورنې څه ګامونه اخیستل شوي وو که نه. وزیراعلی د کراچۍ ښار کمیشنر او د کارګرو ادارې ته یې امر کړی چې د پېښې رپوټ ورته وړاندې کړي.

کراچۍ د پاکستان تر ټولو ستر صنعتي ښار دی او تر دې مخکې هم هلته په کارخانو کې د اور لګېدو پېښې شوې دي.

په 2012م کال کې هم د دې ښار په بلدیه ټاون سیمه کې په یوه لویه کارخانه کې اور لګېدلی وو، چې پکې شاوخوا 260 مزدوران مړه شوي وو او سلګونه نور ټپیان شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG