لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان:ایا اشرف غني ته مونږ ویلي وؤ چې له وطنه وتښته ؟


پاکستان افغانستان کې داشرف غني دحکومت په ضد دطالبانو دمرستې تورونه په سختۍ سره رد کړي اؤ وایي ایا افغان ملي ځواکونه پاکستان منعې کړي وؤ چې دطالبانو سره دې جګړه ونه کړي که نا پاکستان اشرف غني ته ویلي وؤ چې له وطنه وتښته؟

امریکایي ورځپاڼې واشنګټن ټائمز سره مرکه کې دپاکستان دملي امنیت سلاکار معید یوسف ویلي طالبان اوس ټول افغانستان په لاس کې لري اؤ دا دلویدیزو هیوادونو سره موقعه ده چې هغوئ دطالبانو په تسلیمولو سره هغوئ غوره لارې ته راوبلي.

واشنګټن پوسټ لیکي د امریکې استخباراتي ادارې په دې باور دي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي شبکو له کلونو راهسې د طالبانو ملاتړ کړی دی خو پاکستان بیا دا تور په سختۍ سره ردوي.

د هیومن رایټس واچ په وینا، دپاکستان لخوا طالبانو سره په کیدونکي ملاتړ کې دوئ ته وسلې اؤ پیسې ورکول ،ډیپلوماتیک ملاتړ ،د طالب وسله والو روزنه اؤ حتی دهغوئ د مستقیم جنګي ملاتړ شامل دي.

معیدیوسف زیاته کړې ده پاکستان دامریکې په غوښتنه طالبان هغوئ سره دمذاکراتو میز ته کښېنول خو چې ددې پایلې مخې ته راغلې نو اوس تورونه هم په پاکستان لګول کیږي.

هغه ویلي د افغانستان بې ثباتي د پاکستان لپاره د لا ډیرې ترهګرۍ ، دکډوالو دځایولو او اقتصادي ستونزو لامل کیدی شي.

هغه وویل ، امریکا او پاکستان په افغانستان کې په ګډه کار کولو کې ګډې ګټې لري ، خو دا به د دوه اړخیزو اړیکو سلا ته اړتیا ولري.

هغه دافغانستان په تیر حکومت هم نیوکې کړي دخپلو کمزوریو پټولو دپاره یې پړه دپاکستان غاړې ته اچوله خو دافغانستان جلا وطن ولسمشر اشرف غني دخپل حکومت په وروستیو شپو ورځو کې په پاکستان تور لګولو چې دطالبانو دملاتړ دپاره یې په زرګونو وسله وال افغانستان ته لیږلي دي.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد هم پخپله منلې ده چې دافغان طالب مشرانو کورونه په پاکستان کې دي اؤ تر دې چې هغوئ علاج هم دپاکستان څخه کوي خو ددې باوجود هم پاکستان وایي چې افغانستان کې دخپلې خوښې کومه ځانګړې ډله نه لري.

XS
SM
MD
LG