لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې دیوې بلې چاودنې غږ واریدل شو


کابل ښار کې د یکشنبې په ماذیګر دیوې بلې چاودنې غږ اوریدل شوی دی خو لا ددې چاودنې په اړه په سمدستي توګه څه جذئیات مخې ته نه دي راغلي.

افغان رسنۍ هم مني چې دکابل هوایي ډګر ترڅنګ دیوې سترې چاودنې غږ اوریدل شوی خو وایي هوایي ډګر ته غځېدلې لارې تړل شوي نو ځکه لا په سمدستي توګه ددې پېښې په اړه نور معلومات نه دي شوي.

دافغانستان شمشاد ټیلي ویژن د سیمې دخلکو له خولې وايي، هوايي ډګر ته څېرمه راکټي بریدونه شوي او په یو کور لګېدلي دي

عیني شاهدان وايي، د برید له امله یو کور سوځېدلی، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو تر اوسه معلومات نه شته.

دا غږ په داسې حال کې اوریدل شوی چې دوه ورځې وړاندې هم دکابل دحامدکرزي نړیوال هوایي ډګر ترڅنګ شوؤ دوؤ چاودنو کې د ۱۳ؤ امریکاي سرتیرو په ګډون د۱۷۰ نه زیات کسان وژل شوي وؤ.

امریکا اؤ ځېنو نورو هیوادونو دکابل هوایي ډګر ترڅنګ د ورانکارۍ دنورو احتمالي پېښو اندېښنه هم ښکاره کړې وه اؤ پخپلو وګړو یې غږ کړی ؤ چې دکابل هوایي ډګر لوري ته باید ور نه شي.

دامریکې صدر جوبایډن پرون دشنبې په ورځ ویلي وؤ‌ هغه ته خپلو کمانډرانو ویلي چې د د راتلونکو ۲۴ؤ نه تر۳۶ ساعتو کابل کې دیو بل برید امکان شته .

د صدر بایډن له دې وینا سره سم په کابل کې د امریکې سفارت د افغانستان پر وخت د اتوار- یکشنبې په سهار امریکایي وګړو ته یو ځل بیا خبرداری ورکړی ؤ چې د ځانګړي او باوري ګواښ له کبله دې د کابل هوایي میدان ته له ورتګه ډډه وکړي. سفارت پخپل بیړني خبر کې لیکلي:

"امریکایي وګړي دې د جنوبي دروازې، د داخله چارو د وزارت د نوې ودانۍ او پنجشېر پټرول سټېشن په ګډون کابل هوایي ډګر ته نیژدې سیمه سمدستي پرېږدي”

ولسمشر بایډن خپلو کمانډرانو ته باور ورکړی چې په کابل کې د خپلو سړیو او ښځو د ژغورنې لپاره بشپړ واک، وسایل او پلان لري

(کابل کې دچاودنې د اوریدل شوي غږ په حواله نور جذئیات به درسره زر شریک کړو)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG