د پاکستان پوځ ویلي، د اتوار/يکشنبې په ورځ د افغانستان سره په پوله پرته قبایلي ضلع باجوړ کې د پولې د پورې غاړې نه ترهګرو برید کړی، دوه پاکستاني پوځيان پکې وژل شوي او په ځواب ډزو کې د دوو نه درېو پورې ترهګر هم وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ د اتوار په ورځ ویلي، په قبايلي ضلع باجوړ کې د افغانستان د لوري نه ترهګرو په پوځي چيک پوسته بريد کړی دی.
ویل شوي د ترهګرو سره په نښته کې دوه پوځي سرتيري (28 کلن سپاهي جمال د مردان او 21 کلن سپاهي اياز د چترال) وژل شوي دي.
ويل شوي په نښته کې دوه يا درې ترهګر وژل شوي او درې يا څلور ژوبل شوي هم دي.
تحریک طالبان پاکستان په باجوړ کې د بريد زمه واري منلې ده.
پاکستان په کلکه غندنه کړې چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ دپاره د پاکستان پرضد کاريږي.
پوځ ویلي، په افغانستان کې د موجوده او راتلونکي واکمنۍ څخه تمه لري چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد ونه کاريږي.
دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې په 15 اګست طالبانو کابل او د افغانستان زياتره برخې نيولي او ويل شوي د افغانستان د زندانونو څخه د تحریک طالبان پاکستان او القاعده غړي خوشي کړی شوي وو.
وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شېخ رشيد ويلي وو ټي ټي پي او داعش د پاکستان سره په پوله د افغانستان د ننګرهار په غرييزه سيمو کې شتون لري.
په 17 اګست رشېخ رشيد ويلي وو په افغانستان کې د طالبانو سره په رابطه کې یو، او هڅه کوي چې ټي ټي پي د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره ونه کاروي او طالبانو ته يې ويلي چې پاکستان به هم کومه لاس وهنه نه کوي.
وروسته بيا داسې ویل شوي وو چې طالبانو د پاکستان په شکايت يوه درې کسيزه کمېشن جوړ کړی چې پاکستاني طالبان د باکستان په ضد د افغانستان خاوره استعمالوي، خو د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په يوه خبري غونډه کې ويلي وو د کمېشن جوړولو خبره سمه نه ده.
او په 21 اګست د پاکستان د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري ويلي وو اسلام آباد به د تحريک طالبان پاکستان په سر د کابل سره خبره کوي.
د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه د اتوار په ورځ پرون په شمالي او جنوبي وزيرستان کې هم دوه پېښې شوي دي.
ویل شوي د جنوبي وزیرستان په لدها تحصيل کې ترهګرو د بم ناکاره کوونکې عملې کار کوونکي په هدف کړي او يو سپاهي پکې وژل شوی دی.
او په شمالي وزيرستان کې د پوځي چيک پوستې سره نزدې د ماين په چاودنه کې يو ځايي تن وژل شوی او د يو سپاهي په ګډون پکې درې نور کسان ژوبل شوي دي.
تحریک طالبان پاکستان په جنوبي وزيرستان کې هم د بريد زمه واري منلې ده.