لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلينکن: د افغانستان په اړه امریکا د راتلونکې دپاره بل پلان هم لري


د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو ويستلو په مهال ويلي، "زه نن ځکه کور ته ځم چې د امریکې کار په افغانستان کې جاري وساتل شي. مونږ د راتلونکې دپاره بل پلان لرو او هغه به عملي کوو".

نوموړي په ټویټر دغه خبره کړې خو د بل پلان په اړه یې نور څه نه دي ویلي.

هغه د امريکايي ځواکونو د افغانستان څخه ویستلو په اړه ويلي، "امریکايي پوځ د افغانستان څخه د سرتيرو ويستل پای ته رسېدلي او زمونږ ځواکونه د افغانستان څخه وتلي دي. د افغانستان سره د امريکې دوېم باب پېل شوی او هغه دا دی چې مونږ به خپل سفارتکاري مخ په وړاندې بوځو".

بلينکن په دغه اړوند نور ټويټس کړي او ویلي يې دي،

"نن مونږ په کابل کې خپل سفارتي ماموریت وځنډو او د قطر دوحې ته مو منتقل کړو. په عارضي توګه به د دوحې څخه د افغانستان سره سفارتکاري کوو".

هغه زياته کړې "امریکا به د افغان اولس بشري مرستې جاري ساتي. دا مرستې به د حکومت د لارې نه وي بلکې د ملګرو ملتونو، ازادو ادارو او غېر دولتي ادارو د لارې به ترسره کيږي. مونږ تمه لرو چې د طالبانو يا بل چا لخوا به په دې کې خنډان نه جوړول کيږي".

مونږ به طالبان دې تړون ته ژمن ساتو چې د بهرنيو وګړو، ویزه لرونکو او خطر سره مخ افغانانو هلې ځلې ازادې وساتي. نړيواله ټولنه په دې خبره ولاړه ده او ټینګه به ولاړه وي.

بلينکن زياته کړې "مونږ د امریکا او نورو هېوادونو هغو نارينه او مېرمنو ته درناوی لرو چا چې د افغانستان په اوږد ماموریت کې تر نن پورې ځان په خطره کې اچولی اود خپل ژوند قربانۍ يې ورکړي دي".

بلينکن دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې د امريکې مرکزي کمانډ (سېنټکام) اعلان کړی چې په افغانستان کې يې ماموريت (مشن) سر ته ورسېدو، او د کابل نه د امریکا وروستۍ الوتکه د کابل په وخت د 30 او 31 اګست په منځنۍ شپه پورته شوې ده.

دغه خبره د امریکې د سېنټکام مشر جنرل مېککنزي د ويډيوي لنک د لارې کړې چې د افغانستان څخه د وتلو او د 20 کالو ماموريت پای ته ورسېد.

مېککنزي ویلي د امریکې دغه ماموریت اسامه بن لادن او د هغه د القاعده نور ډېر ملګري د انصاف کټهرې ته راوستي دي.

نوموړي زياته کړې 2461 امريکايي سرتيري او ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي او د 20زرو نه زيات ژوبل شوي دي، نوموړي د افغان سرتيرو او ملکي وګړو ستاينه کړې چې د امریکا سره څنګ په څنګ جنګېدلي او کار يې کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG