لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل نه اسلام اباد ته د امریکايانو راتګ به د پاکستان او امریکې په اړیکو اثرات ولري؟ د څيړونکو نظر


څيړونکي وايي د کابل نه اسلام اباد ته د امریکايي پوځيانو په ګډون د نورو بهر ملکيانو راتګ به د امریکې او پاکستان په اړيکو کې کوم ډېر بدلون را نه ولي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد ویلي، د افغانستان نه اسلام اباد ته د امریکايي پوځيانو په ګډون د 3500 پورې بهر ملکيان راغلي او په بېلابېلو هوټلونو کې ورته د پاتې کېدو برابرتیا شوې ده.

د ډان ورځپاڼې ترمخه شېخ رشيد ویلي، د افغانستان څخه راغلي راغلي امریکايي پوځيان به د اوږد وخت پورې نه وي او زياته کړې يې ده چې کوم بهر ملکي وګړي په پاکستان کې پاتې کیږي هغوى ته د 21 ورځو نه تر 30 ورځو پورې ټرانزټ وېزې جاري کړی شوي دي.

د ورځپاڼې ترمخه چې د افغانستان څخه راوتي نيزدې 3,500 بهر ملکيان دا وخت د سرښار اسلام اباد په مختلفو هوټلونو کې مېشت دي.

پاکستان ته د افغانستان څخه بهرملکيان په داسې وخت کې راغلي چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی، امریکې او نورو بهرنو ملکونو د افغانستان نه خپل ځواکونه او ملکي وګړي ويستي دي.

د امریکې صدر جوبايډن د 31 اګست پورې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ويستلو ویلي وو او تيره شپه امریکې د افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو ويستو اعلان کړی دی.

ورځپاڼې د پاکستان د هوا بازۍ مرکزي وزیر غلام سرور خان د قوله وايي په کابل ښار د طالبانو د قبضې راپدیخوا 13,500 بهر ملکيان د افغانستان نه پاکستان ته راغلي دي.

غلام سرور خان ویلي د افغانستان نه پاکستان ته په را غلو 13,500 وګړو کې 9,500 خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلنکن د افغانستان نه د پوځي انخلا په حواله ویلي چې د ترهګرۍ د سوري لاندې د انخلا عملیات بشپړ شوي او په دې عمل کې د مرسته کوونکو هېوادونو مننه ې هم کړې.

هغه ویلي د افغانستان څخه يو لاک او 23 زره کسان په خوندي توګه منتقل کړی شوي دي.

د دفاعي او بهرنیو چارو څېړنکار ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود ډيوه ته وايي د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو او بهر ملکيانو په انخلا پاکستان د امریکا سره مرسته کړې او هيله لري چې د افغانستان نه د امریکا د وتو وروسته به هم دواړه هیوادونو ترمنځ تعلقات ښه پاتې شي.

نوموړی وايي د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د امریکا سره مرسته ملاتړ او بيا د نړیوالو ځواکونو په انخلا کې مدد هغه کارونه دي چې د امريکا او پاکستان اړیکې به ښې کړي او پاکستان هم امریکا ته ضرورت لري.

اخوا د دفاع او خارجي اړيکو د چارو يو بل څيړونکی پخوانۍ پوځي افسر امجد شعېب ډيوه ته وايي د پاکستان څخه د امریکايي او نړیوالو ځواکونو په انخلا کې په مرسته کولو سره پاکستان نړۍ ته يو دوستانه پېغام ورکړی او پاکستان دا هر څه د بشري خواخوږۍ په بنياد کړي خو وايي نه ګڼي چې دې سره به د پاکستان او امریکا په تعلقاتو کې کوم ښه والی راشي.

هغه وويل امریکا يو داسې هېواد دی چې په هېڅ ډول مرسته نه قانع کېږي او نه شکر ګذار کېږي.

پاکستان او امريکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې نزدې اتحاديان دي خو امریکا تل په پاکستان د افغان طالبانو سره د مرستو او پنا ورکولو تورونه لګولي دي.

پاکستان دا تورونه ردوي او وايي هغه په افغانستان کې د خپلې خوښې کومه ځانګړې ډله نه لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد دا هم ویلي چې د تورخم په پوله 2,192 کسان پاکستان ته داخل شوي او ددې ترڅنګ 1,627 تنان د هوايي لارې اسلام اباد ته رسېدلې دي.

هغه په ډاګه کړې چې پاکستان ته راغلي افغان وګړو ته ې د مهاجرت درجه نه ده ورکړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG