لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو په خواست عباس ستانکزي په قطر کې د هند د سفير سره ليدلي


د هند د بهرنيو چاروزارت ویلي، د طالبانو په خواست په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر شېر محمد عباس ستانکزۍ په قطر کې د هند د سفير دېپک ميتل سره ليدلي دي.

دغه ليدنه چې د نهې/سه شنبې په ورځ (31 اګست) په دوحه کې د هند په سفارتخانه کې شوې دهشوې طالبانو يې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت ویلي، په ليدنه کې "سفير د هند دغه اندېښنه را پورته کړې چې د افغانستان خاوره د هند پرضد هلو ځلو او څه قسمه ترهګرۍ دپاره ونه کارول شي".

"او د طالبانو استازي دا باور ورکړی چې دغه مسله به په مثبته توګه هواره شي".

ويل شوي په ليدنه کې "په افغانستان کې د نښتو هندي وګړو په حفاظت سره ويستو او خونديتوب باندې بحث شوی دی. د افغان وګړو هند ته په تګ او په ځانګړي ډول د لږکيو، څوک چې هند ته تلل غواړي په اړه هم خبرې شوي دي".

دا ليدنه په داسې حال کې شوې چې طالبانو په 15 اګست کابل او د افغانستان زياتره برخې نيولي دي.

په 19 اګست طالبانو ویلي وو د ټولو هېوادونو سره ښې سفارتي او تجارتي اړيکې غواړي او د هيڅ يو ملک سره د تجارت نه کولو خبره یې نه ده کړې.

د هند سفارتخانې د افغانستان خاوره د هند پرضد نه کارېدو خبره په داسې حال کې کړې چې د هند ګاونډي پاکستان وخت په وخت په هند تورونه لګولي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ په شا لاس لري او هند يې بيا رد کړی دی.

دغه رنګ هند هم په پاکستان تورونه لګولي چې د هند پرضد ترهګر ساتي، خو پاکستان يې هم دغه ډول تورونه رد کړي دي.

او پاکستان په افغانستان کې د هند په موجودګۍ خپل اندېښنې هم څرګندې کړي دي.

د تير کال اکتوبر په میاشت کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان په اسلام اباد کې يوې غونډې ته په وېنا کې په ښکاره ویلي وو،

په پاکستان کې دا اندېښنه موجوده ده چې هند به افغانستان د پاکستان پرضد وکاروي او په پاکستان کې به اړی ګړی جوړ کړي او بې ثباته يې کړي.

عمران خان دغه خبره په اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې دوه ورځنې غونډې ته په وېنا کې کړې وه.

طالبانو پرون د نهې/سه شنبې په ورځ ویلي، په کندهار کې د طالبانو مشر ملا هبت الله په مشرۍ د شنبې د خالي د ورځې نه تر دوشنبې/ ګل د ورځې پورې درې ورځنۍ غونډه شوې او د نورو موضوعاتو سره پکې د نوي اسلامي حکومت په جوړولو او د کابيني په اړه لازمي مشورې شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG