لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په کرونا وایرس نور تر 100 زیات کسان مړه شوي


سرکاري شمیرې ښایي چې پاکستان کې د تیر یو شواروز په مال نورتر100ؤ زیات کسان په کرونا وایرس مړه شوي دي چې دې سره دغه هیواد کې په یاد وایرس دمړینو شمیره 25 زره اؤ 889 ته رسېدلې ده.

دکرونا وایرس دڅارملي ادارې این سي او سي د چهارشنبې په ورځ پخپلو تازه شمیرو کې ښکاره کړې ده چې په تیرو 24و ساعتو کې 3559 نورو کسانو ته هم تازه دا وایرس ورپورې شوی دی.

په دې یو شواروز دپاکستان دننه د کرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه 6.63 فیصدي پاتې شوې ده.

پاکستان کې د کرونا وایرس په پېښو کې د زیاتوالي دا کچه په داسې کې په لوړیدو ده چې په دغه هیواد کې ولس ته دکرونا ضد ویکسین لګولو لړۍ هم دوامداره ده.

د این سي او سي شمیرې وایي ښایي چې تر اوسه پاکستان کې تراوسه دیو میلیون نه زیاتو کسانو ته کرونا ضد ویکسین وړومبی خوراک ورکړل شوی اؤ 0.5 میلیون کسانو ته ددې ویکسین بشپړ خوراک ورکړل شوی دی.

پاکستاني چارواکو ويلي د ستمبر په مياشت کې که چا د کرونا ويکسین ونه لګول د اکتوبر د لومړۍ نېټې څخه وروسته به ورته په ملک کې دننه او د ملک څخه بهر د هوايي سفر يا په الوتکه کې د سفر اجازه نه ورکول کیږي.

په نزدې وختونو کې پاکستان کې دکرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه د دوه فیصدي نه هم په ښکته تللې وه خو ډاکټران وایي چې عامو خلکو د کرونا نه دځان ژغورنې په سپارښتنو عمل پرېښودی دی چې له دې امله یو ځل بیا دا وایرس په چټکتیا سره خوریږي.

دپاکستان حکومت هم تیرکال د کرونا وایرس نه د ولس خوندي کولو دپاره یو شمیر سخت بندیزونه پځائ کړي وؤ خو په دې وروستیو کې حکومت دغه بندیزونه بیرته لرې کړي دي اؤ اوس خلک د نورکله په څېر په بازارونو کې پرته له کومو احتیاطي تدابیرو خپل روزګار،راشه درشه اؤ غم ښادي کوي چې ډاکټران دکرونا وایرس دبهیر چټک کیدو یوه وجه دا هم بولي.

حکومت خبرداری ورکړی چې که دکرونا له امله حالات نور خرابیږي نو په هیواد کې به یو ځل بیا سخت بندیزونه پرځائ کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG