لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان کې ايغور په ویره کې دي چې طالبان به يې چين ته ورکړي


په افغانستان کې زېږېدلي یا مېشت 2000 اېغور مسلمانان د طالبانو په واک کې د راتلو سره په دې ويره کې اخته شوي دي چې دوی به چين ته ورکړی شي او د هغو يو ملين نورو ايغورو سره به ملګري کړی شي کوم چې هلته په حراستي کېمپونو کې دي.

ایغورو دغه د پرېشانۍ څرګندونې وي او اې سره په داسې حال کې کړي چې طالبانو او چينايي چارواکو په راتلونکې کې د يو بل سره د اړيکو او مرستو د لارو لټولو ویلي دي.

په کابل کې يو ايغور (مېمټ) چې د پينځه بچو پلار دی وي او اې ته ويلي هغه له دې وړاندې کله دومره نه دی ويرېدلی. هغه ويلي فکر کوي چې طالبان اقتصاد ته سختې اړتیاوي لري او طالبان به د دې نه ډډه ونه کړي چې د پېسو په بدل کې به هغه او د هغه په شان نور ايغور چين ته ورکړي.

ميمټ ویلي، په سخته ويره کې دی چې اخر به طالبان ايغور چین ته وسپاري او چين به يې ووژني.

هغه زياته کړې چې په افغانستان کې زېږېدلی او د هغه کورنۍ په 1961 کې د چين د خپلواکه سنکيانګ څخه جلاوطن شوې وه.

د چين د حکومتي شمېرو ترمخه په سنکيانګ کې د 12 ملينه نه زيات ايغور اوسيږي، کومه سيمه چې د افغانستان سره پوله لري.

تيره مياشت د طالبانو پلاوي د چينايي چارواکو سره ليدلي او چين طالبانو ته ويلي وو چې د ايسټ ترکستان اسلامک مومنټ ډلې پرضد د جګړې دپاره ورسره مرستې کوي او طالبانو ورته باور ورکړی وو چې د افغانستان خاوره به د چين پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

ايسټ ترکستان اسلامک مومنټ نومې ډله ملګرو ملتونو نړیواله ترهګره ډله ګرځولې خو امريکې په کال 2020 کې دغه ډله د ترهګرو د نوملړ څخه لرې کړې او ويلي يې وو د دوی پرضد کوم ثبوتونه ورته نه دي ترلاسه شوي.

په کابل کې مېشت ايغور ويلي، د چين حکومت ګڼي چې په افغانستان کې هر ايغور د ترکستان اسلامک مومنټ غړی دی او هغوی د چين دپاره خطره ده.

هغه زياته کړې طالبانو ویلي چې د مسلمانانو ګټې به خوندي کوي خو د چين سره وعده کول د دغه خبرې سره په ټکر کې ده.

څيړونکی برېډلی جارډن ويلي افغانستان په تاریخي حوالې سره د ایغورو دپاره خوندي ځای دی ځکه چې د افغانستان او منځني اسياسي هېوادونو ترمنځ د خلکو د ورکړې راکړې کومه معاهده نشته خو د ملا عمر په وخت کې په کال 2000 کې د افغانستان څخه 13 ايغور چين ته ورکړی شوي وو او افغان حکومت يو اسرايلي ایغور کاروباري په کال 2015 کې بيرته اسرايل ته ورکړی وو.

په کابل کې يوې ايغور مېرمنې د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي چې 60 کاله وړاندې يې مور او پلار د چين د ظلمونو څخه راتښتېدلي او هغه اوس نه غواړی چې بچي او نمسي یې بيرته لاړ شي.

هغې ویلي د افغانستان ایغور د نړیوالې ټولنې مرستې او پاملرنې ته اړتيا لري چې چين ته بيرته ونه لېږل شي.

امریکا او ځينې نور هېوادونه او د بشري حقونو تنظيمونه اېمنسټي انټرنيشنل او هيومن رايټس واچ په چین تورونه لګوي چې د انسانيت پرضد يې جرمونه کړي قتلونه يې کړي او يو ملين ایغور يې په حراستي کېمپونو کې بند کړي دي.

خو چین دغه تورونه ردوي او وايي په دغو کېمپونو کې هغو ايغورو ته هنري زده کړې ورښايي د چا ذهنونه چې مذهبي تندلارو خراب کړي دي.

د وي او اې د خبر ترمخه د ترکي په استنبول کې د کال 2019 نه مېشت ایغور عبدالعزيز ناصري ویلي په افغانستان کې زياتره ايغور په کابل او بدخشان کې اوسي.

نوموړي ويلي خپلوانو او دوستانو يې ورته ویلي چې طالبان يې د کورونو لټون کوي او زياته کړې يې ده دغه خلک ځکه نه شي پټېدی چې د دوی په تذکرو يا د پېژندګليو په کارډونو ليکل شوي چې دوی بهرني چينايان يا ايغور دي.

هغه ويلي طالبان به دغه ايغور ونیسي چین ته به یې حواله کړي او د دوی به يې بې درکي پټه کړي.

XS
SM
MD
LG