لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به وتوانیږي چې نړۍ دطالبانو ملاتړ ته اماده کړي؟


پاکستان ویلي که طالبان په نړيواله کچه قبوليت او دافغان ولس باور باور ترلاسه کول غواړي نو ټول شموله حکومت به ورله جوړول مهم وي.

دپاکستان وزيراعظم عمران خان او ددغه هېواد دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي که یو خوا وار په وار په نړۍ دطالبانو دهغه حکومت په رسميت دپېژندلو ټينګار کوي چې لا جوړ هم نه دی نو ورسره سم طالبانو ته هم د نړۍ سره کړي لوظونه وریادوي.

په کابل د طالبانو د قبضې وروسته دا دويمه اوونۍ پوره کېږي خو تر اوسه طالبانو دخپل نوي حکومت اعلان نه دی کړی او دا هم لا نه ده ښکاره چې ددې احتمالي حکومت بڼه به څه وي او ایا دا به په رښتیا يو داسې ټول شموله حکومت وي چې نړۍ او پاکستان یې غواړي.

خو څېړونکي وایي دطالبانو په پرتله دافغانستان ګاونډي هېواد پاکستان چې له مودو راهسې یې امریکا او غربي نړۍ دطالبانو په ملاتړ تورنوي، دنړۍ لخوا دطالبانو په رسمیت پېژندنې ته ډېر په بيړه کې ښکاري.

د تېر اګست په 15مه نېټه په کابل او د افغانستان په زياتره سيمو د قبضې وروسته د پاکستان وزيراعظم او دبهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قريشي په ګډون ددغه هېواد چارواکي په تکرار سره که يو خوا په نړۍ د افغانستان سره د مرستو دې ځل د طالبانو ځانله په نه پرېښودو ټينګار کوي نو ورسره سم طالبانو ته دنړیوالو طاقتونو سره کړي لوظونه هم وریادوي.

د انګریزۍ ژبې ورځپاڼه اېکسپرېس ټريبيون د افغانستان په اړه د پاکستان دتګلارې خبر ديو چارواکي له خولې ليکي چې پاکستان دطالبانو سره باقاعده په تماس کې دی او هغوئ ته وايي چې د نړۍ سره کړې د ټول شموله حکومت د جوړښت او د ښځو د حقوقو په اړه خپل لوظونه پوره کړي.

هم دا شان د هېواد دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي تېره ورځ اسلام اباد کې يوې څېړنيزې غېر دولتي ادارې ته خپله وینا کې ویلي چې طالبانو لپاره د افغان اولس باور ګټل او د نړۍ دقبوليت ترلاسه کولو لپاره مهمه ده چې ټول شموله حکومت جوړ کړي.

پاکستان ولې په بيړه کې ښکاري نو په دې اړه د پېښور پوهنتون دنړیوالو اړيکو دڅانګې استاد خورشید خان ډيوه ته وايي نه پوهېږي چې پاکستان ولې بېړه کوي ځکه چې لا خو افغانستان کې حکومت جوړ نه دی.

هغه د پاکستان په صلاحیت هم پوښتنې راپورته کوي او وايي يو داسې هېواد چې په خپله هم دنړيوالې تنهایۍ ښکار دی او تر دې چې د خپلو نيزدو ملګرو هېوادونو چين او سعودي عرب سره په اړيکو کې مسلې لري او دې سره نړیوالو مالياتي ادارو ته هم ګېر دی نو څنګه به وکړي چې نړۍ د طالبانو په چلند قانع کړي؟

هغه وايي تر څو چې دپاکستان لخوا دطالبانو دحکومت د منلو دتبليغاتو خبره ده نو چې رياست پخپله په نړيواله ورورولۍ کې قبوليت نه لري نو هغه به څنګه د بل کوم هېواد وکالت وکړي؟

خو د افغان چارو يو بل شنونکی او وتلی خبریال محمود جان بابر ډيوه سره خبرو کې د ښاغلي خورشید خان دخبرې سره اتفاق نه لري او وايي په دوحه قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې تړون نه تر اوسه د افغانستان په چارو کې د پاکستان ډېر واضحه کردار پاتې شوی او داسې ښکاري چې نړۍ په دې لړ کې د نيمې نه زياتې ذمه وارۍ د پاکستان په اوږو بار کړې دي.

هغه وايي که چیرې په افغانستان کې داسې حکومت راځي چې د اړي ګړي سره مخ وي او هلته يو ځل بيا حالات خرابېږي نو تر ټولو زیات اثر به یې په پاکستان راځي او پاکستان نه غواړي چې داسې وشي.

"پاکستان ځکه په بيړه کې دی چې ځان هم د افغانستان د حالاتو نه بچ وساتي او هڅه کوي چې په افغانستان کې داسې حکومت جوړ شي چې نړۍ ته د منلو وړ وي او نړۍ هم د يو مسوول حکومت په توګه وپژني"

هغه وايي دا وخت چين، روس او ايران هغه وېرې نه لري کومې چې پاکستان لري.

محمود جان بيا وايي پاکستان غواړي چې د افغانستان دحالاتو دبدو اغېزو نه ځان بچ وساتي او دا ټولې مڼډې ځکه وهي چې هلته زر تر زره داسې حکومت جوړ شي چې دده مخالف نه وي او نړۍ ته هم جواب ده وي.

دپاکستان ددفاعي چارو کارپوهه زاهد حسېن په ورځپاڼه ډان کې د افغانستان دمشکل د سرخط لاندې خپل کالم کې ليکلي د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د پاکستان د چارواکو متضاد بیانونه ښيي چې ددغه جنګ ځپلي هیواد د زمکني حالات او د پاکستان بیانيه د يو بل سره سمون نه لري او پاکستان نه پوهېږي چې په افغانستان کې مخې ته راتلونکو حالاتو او ددې په تناظر کې دنړۍ او سيمه ييزو طاقتونو سره څنګه چلند خپل کړي.

د امريکا او غربي نړۍ په پاکستان د پخوا راهسې په پاکستان د طالبانو د ملاتړ تورونه لګوي او تر دې چې د طالبانو په دويم ځل په افغانستان باندې د قبضې تر شا د پاکستان لاس ويني خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي او وايي هغه په افغانستان کې د خپلې خوښې کومه ډله نه لري او غواړي چې هلته يو داسې ټول شموله حکومت جوړ شي چې پکې د افغان ښځو او لږکيو حقونه خوندي وي.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG