لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه دبرتانیې خارجه وزیر سره دافغانستان په وضعیت غږیدلی


دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه د برتانیې دبهرنیو چارو وزیر ډومینک راب سره لېدنه کې ویلي چې پاکستان افغانستان کې سولې اؤ ثبات ته لیواله دی اؤ په دغه هیواد کې دافغان ولس دیو نمائنده یا استازي دولت بشپړ ملاتړ کوي.

دخالي په ورځ دپاکستان دپوځ دعامه اړېکو څانګې پخپل بیان کې ویلي په دې لیدنه کې دبرتانیې دبهرنیو چارو وزیر اؤ دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه دسیمې په امنیت ،دافغانستان په صورتحال اؤ د اړونده خوښۍ په یو شمیر موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.

بیان کې ویل شوي چې دواړو مشرانو سیمه کې دامن اؤ ثبات دټینګښت اؤ دکرونا وایرس دمخنیوي دپاره یو بل سره دمرستو په غځولو هم خبرې کړې دي.

تر دې وړاندې هم دپاکستان دپوځي اؤ دولتي چارواکو لخوا وخت په وخت دعوې شوي چې هیواد یې افغانستان کې سوله اؤ ثبات غواړي خو دامریکا استخباراتي ادارې اؤ غربي هیوادونه پاکستان بیا دیوې اوږدې مودې نه دطالبانو په ملاتړ تورنوي اؤ وایي دا هیواد طالبانو سره د وسلو،پیسو اؤ روزنې مرستې کوي.

پخپله په افغانستان کې هم په بیلابیلو وختونو کې دپاکستان په ضد احتجاجونو شوي اؤ دافغانستان دبې ثباتۍ اؤ ګډوډۍ ستر لامل دپاکستان لاسوهنه بلل شوې ده.

خو پاکستان دا ټول تورونه ردوي اؤ وایي یوازینۍ موخه یې افغانستان کې دسولې اؤ ثبات ټینګښت دی .

افغانستان کې دطالبانو په وروستیو پرمختګونو پاکستان کې دخوشحالۍ جشونه اؤ لاریونونه شوي دي اؤ پاکستاني میډیا باندې هم نیوکې کیږي دطالبانو په پلوۍ یو اړخېزه پروپیګنډه کوي .

خو دطالبانو لخوا دکابل نیولو وروسته پخپلو بیلابیلو څرګندونو کې دپوځ مشر جنرال قمرباجوه دریځ خپل کړی چې پاکستان افغانستان کې دهیڅ یوې ځانګړې ډلې طرفداري نه کوي بلکې غواړي چې افغانستان کې دې یو داسې حکومت رامنځته شي چې دټول افغان ولس استازیتوب وکړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG