لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:امریکا نه غواړي چې دپاکستان په څېر ایټمي قوت په بشپړ ډول دچین غېږې ته ولویږي


په امریکا کې مخې ته د راغلو پټو سرکاري دستاوزاتو یا کاغذونو ترمخه د چين په لاسونو کې د پاکستان ورتلل او په طالبانو باندې د واشنګټن نفوذ یا اثر ختمېدل هغه اندېښنې دي چې له کبله یې امریکا د پاکستان نه د ځان نور لرې ویستلو څخه ډډه کوي.

دا څرګندونې په امریکا کې د واشنګټن خبري ادارې پوليټکو په دې وروستیو کې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د پېغامونو د تبادلې په حواله خپور شوي راپور کې کړې دي.

د پاکستان حکومت دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ویلی خو څېړونکي وايي د امريکا د تګلارې دا انداز پاتې شوی چې جوهري وسله لرونکي هېوادونه د خپل غليم په اثر کې ورتلو ته نه پرېږدي.

د ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه د امريکا د پایه تخت خبرونه ورکوونکې خبري ادارې پوليټيکو په دې وروستیو کې د واشنگټن او اسلام اباد ترمنځ د خفيه پیغامونو د ادلون بدلون په حواله خپور کړي رپورټ کې دعوه کړې چې د امريکايي صدر جو باېډن انتظاميه په چپه خوله په پاکستان فشار اچوي چې هغه باید افغانستان کې د طالبانو د قبضې په تناظر کې د داعش او القاعده پشان د ترهګرو ډلو پرضد جګړه کې د واشنګټن سره همکاري وکړي.

د پوليټيکو په دغه رپورټ کې دا هم ویل شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پېغامونو نه دا اندازه کېږي چې واشنګټن پاکستان ته د يو داسې قام په توګه ګوري چې د افغان طالبانو سره نزدې تماسونه لري او د ترهګرۍ ضد جګړه کې د هغه همکاري او مرسته د واشنګټن لپاره مرستندویه ثابتېدی شي.

دې رپورټ کې دا څرګندونه هم شوې واشنګټن نه غواړي چې د پاکستان پشان جوهري وسله لرونکی هېواد بيخي د چين اثر رسوخ او غېږې ته لاړ شي.

دپاکستان حکومت تراوسه دې رپورټ کې مخې ته راغلو څرګندونو ته غبرګون نه دی ویلی خو پاکستان له مخکې وايي چې د امریکا سره پراخه او دوه اړخیزه تجارتي اړيکې لرل غواړي.

دغه رپورټ کې ويل شوي، ددې په ځواب کې اسلام اباد دا اشاره ورکړې چې هغه د افغانستان څخه د بهر ملکي وګړو او ځواکونو په وتلو کې په مرسته کولو کې د خپل رول زيات عوامي شناخت غواړي او پاکستان د واشنګټن دا اندېښنه هم راکمه کړې چې په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ مطلب څه دی؟

واشنګټن او افغانستان کې ځينې حلقې د طالبانو بیا په کابل د واک ټینګولو ذمه وار پاکستان ګرځوي خو پاکستان دا تورونه ردوي.

که څه هم اسلام اباد د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو او بهر ملکي وګړو په وتلو کې د واشنګټن سره هر رقم مرسته کړې خو تراوسه د امريکا او پاکستان د اعلا قیادت ترمنځ نېغ په نېغه رابطه نه شوې.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانګې استاد خورشید خان ډيوه ته وايي په کال 2013 کې چې د چین او پاکستان ترمنځ په تجارتي پروژه سي پېک کوم کار په تېزۍ سره شورو شوی ؤ هغه بيا په کال 2018 کې ودرېدو او ددې لویې علت هم د واشنګټن په اسلام اباد فشار ګڼل کېږي.

وي او ای ډیو سره خبرو کې هغه وایي دې بله خبره دا ده چې امریکا د پاکستان د جوهري وسلو په اړه هم فکر مندي لري.

هغه وايي دا وخت به واشنګټن د پاکستان سره يوازې د رابطو تګلاره لري او دا به د دوستۍ او ملګرتیا پالیسي نه وي.

دنوموړي په وینا "دا به داسې تګلاره وي چې پاکستان د چين لوري ته لاړ نه شي او بل اړخ ته یې ځان ته دومره مه نزدې کوه چې هند خفه شي. دا به داسې يوه پالیسي جوړېږي چې یوازې د استعمال تر حده پورې به پاکستان د واشنګټن لپاره ارزښت لري خو په خپلو پښو ودرېدو ته به يې نه پرېږدي"

د پاکستان د پوځ پخوانی افسرطلعت مسعود چې په مطبوعاتو کې اکثر د پاکستان او امريکا په اړیکو ليکل هم کوي ډيوه ته وايي د کابل څخه د بهر ملکي وګړو او نړیوالو ځواکونه په ویستلو کې د پاکستان مرسته او بيا په طالبانو د ځپل ځان نړۍ ته قابل قبول جوړولو کې په هغوئ د پاکستان فشار هغه کارونه دي چې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د ښو اړیکو جواز پېدا کوي.

هغه وايي "دا ټول داسې کارونه دي د څه په بنياد چي زه ګڼم چې د دواړو هېوادونو اړيکې به ښه لوري ته ځي"

دی وايي اسلام اباد او واشنګټن هم يو بل ته ضرورت لري او د پاکستان لپاره هم د واشنګټن سره ښې اړیکې لرل ضروري دي.

"امریکا هم پاکستان د سيمې يو طاقت ګڼي او د پاکستان هم خپل يو ارزښت دی. پاکستان د چين، افغانستان، روس او ایران ګاونډي هېواد هم دی"

څېړونکي وايي دا وخت په سیمه کې جيو سټراټيجک بدلونونه روان دي او هم داسې د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې هم په عبوري یا لندمهاله پړاو کې دي. او ددې انحصار به د واشنګټن او چين او دا شان د امریکا او هند په اړيکو وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG