لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روغتیا پالان: کورونا وایرس کولای شي ماشومان ډېر سخت ناروغ کړي


واشنګټن – په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (سي ډي سي) د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې کورونا وایرس په ماشومانو کې د سختې ناروغۍ سبب شي.

یادې ادارې په خپل راپور کې ویلي دي، د جون له وروستیو څخه د اګسټ تر نیمايي پورې کله چې د کورونا ډلټا ډول په چټکۍ سره خپرېده نو په ماشومانو کې د کورونا سختې پېښې او په روغتونونو کې د هغوی بستري کېدل پنځه چنده زیات شوي وو.

په راپور کې دا هم راغلي دي، چې په نیمه بالغو کسانو کې چې واکسین شوي نه وو د کورونا دا شمېر لس برابره زیات شوی وو.

د هندوستان د روغتیا وزارت د شنبې یا خالي په ورځ د کورونا د ۴۲۶۱۸ نویو پېښو او په ۲۴ ساعتونو کې د ۳۳۰ مړینو خبر ورکړی.

هندوستان له کورونا څخه د مړینې له پلوه امریکا پسې دوهم هېود دی. جان هاپکنز پوهنتون وايي، په هند کې تقریبا ۳۳ میلیونه کسان په کورونا اخته او ۴۴۰۲۲۵ تنه یې مړه شوي دي.‌

په امریکا کې بیا نېږدې ۴۰ میلیونه کسان په کورونا اخته او نېږدې ۶۵۰۰۰۰ تنه یې مړه شوي دي.‌

خو روغتیايي چارواکو وېره څرګنده کړې ده چې په هند کې له کورونا څخه د مړېنې رسمي شمېرې ښايي کم وې.

په نیوزېلېنډ کې یوه نوي کلنه ښځه له کورونا څخه مړه شوې چې دا په دغه هېواد کې په تېرو ۲۰۰ ورځو کې له کورونا څخه لومړنۍ مړینه ده.

خو ډاکټرانو ویلي، چې له کورونا سربېره دغې ښځې ګڼې نورې روغتیايي ستونزې هم درلودې.

جان هاپکنز پوهنتون د شنبې یا خالي په ورځ وویل، چې دوی تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې له کورونا څخه د ۲۱۹.۸ میلیونه پېښې او ۴.۵ میلیونه مړینه له ځان سره ریکارډ کړې ده. دوی دا هم ویلي،‌ چې تر اوسه د کورونا ټولټال ۵.۴ بیلینه ډوزه واکسینونه هم خلکو ته ورکړل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG