واشنګټن ـــ لسګونو افغانو ښځو پرون یو ځل بیا د خپلو حقونو او په راتلونکي حکومت کې د برخې لرلو لپاره سوله ییز لاریون کړی خو د طالبانو امنیت ساتونکو کسانو د دوی د لاریون مخه نیولې او هوایي ډزې یې کړې دي.
ښځو د لاریون په مهال په لاسونو کې شعارپاڼې هم را اخیستې وې او په لوړ اواز یې نعرې وهلې چې یوه نعره پکې دا وه "تاسې [طالبان] د ښځو له حقونو پرته جواز نه لرئ"، بله نعره یې دا وه چې "طالبان- طالبان، د ښځو حقونو ته زیان رسوونکي".
دغه ښځې وايي طالبانو پرې هوايي ډزې وکړې او اجازه یې ور نه کړه چې په سوله ییز ډول خپل ږغ پورته کړي. وایي دوی غوښتل د ارګ یا صدارتي ماڼۍ تر دروازې ځان ورسوي او د خپلو حقونو د غوښتو لپاره احتجاج وکړي.
یوه احتجاج کوونکې نیلوفر نعیمي وايي، طالبانو لومړی د دوی د یو ځای را ټولېدو او لاریون مخه ونیوله او وروسته یې پر دوی تشدد پیل کړ. وایي ځینې احتجاج کوونکې یې وهلې ډبولې هم دي او بیا یې ورباندې اوښکې بهوونکی ګېس غورځولی.
وړمه ورځ هم یو شمېر ښځو په کابل کې د حکومت د رسنیو د مرکز مخې ته احتجاج کاوه چې طالبانو یې مخه نیولې وه. طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
یوه بله احتجاج کوونکې فرحت پوپلزۍ وایي "زه د هغو ښځو اواز یم چې نه شي کولای د خپل حق لپاره ږغ پورته کړي، زه بهر را ووتم چې له طالبانو سره خبرې وکړم او له هغو ښځو سره مرسته وکړم چې کار او زدکړو ته نه شي تلای".
که څه هم طالبانو ژمنه کړې چې د شریعت په رڼا کې به ښځو ته ازادي ورکوي، خو لا یې دوی ته خپلو کارونو ته د تګ اجازه نه ده ورکړې او نه یې هم پخپل حکومت کې د ښځو د ګډون په اړه څه ویلي دي.
نړیوالې ټولنې بیا له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی ولري.
د ستمبر پر دویمه په هرات ولایت کې هم ګڼ شمېر ښځو احتجاج کړی وو او په راتلونکي نوي حکومت کې یې د ښځو د ګډون غوښتنه کوله او وایي که دوی ته پکې برخه ور نه کړل شي داسې حکومت به ډېر وخت دوام ونه کړي.
دغو ښځو وویل دوی د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې دوی باید هېرې نه کړي.
افغانو ښځو دا احتجاجونه په داسې وخت کې کړي چې طالبان د حکومت جوړولو په هڅو کې وروستي پړاو ته نیژدې شوي دي او تمه ده چې ډېر ژر به خپل نوی حکومت اعلان کړي.
طالبانو چې د اګست پر پینځلسمه د ټول افغانستان واک په لاس کې اخیستی له هغه راهیسې د دې هېواد ښځې خپلو سرکاري او غیرسرکاري دفترونو ته د کار لپاره د تګ اجازه نه لري او ښځینه خبریالانې هم وایي طالبانو یې د کار مخه نیولې ده.