لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګلبدین حکمتیار سره دجنرال فیض لېدنه،دټول شموله حکومت په څرنګوالي یې ورسره خبرې کړي،افغان رسنۍ


دافغانستان خبري رسنۍ وایي دکابل په سفر تللي دپاکستان دپوځي استخباراتي ادارې ایي ایس ایي مشر جنرال فیض حمید دحزب اسلامي دمشر ګلبدین حکمتیار سره لیدلي اؤ ورسره یې افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت دجوړیدو په څرنګوالي خبرې کړې دي.

دا مهال کابل نه افغانستان دوضعیت په هکله په رپورټنګ بوخت وتلی پاکستانی خبریال طاهر خان وایي داسې اطلاعات هم شته چې دحکمتیار ترڅنګ جنرال فیض طالبانو اؤ دقطر استازي سره هم لېدنې کړي

خو دپاکستان پوځ کابل کې دجنرال فیض دلېدنو په اړوند لا هیڅ نه دي ویلي.

جنرال فیض چې په کابل دطالبانو دقبضې وروسته دشنبې په سهار په وړومبي ځل دیو لوړپوړي نظامي پلاوي‌ په مشرۍ کابل ته رسیدلی، دغلته یې خبریالانو ته یوازیې دومره ویلي وؤ چې” دپریشانۍ هیڅ خبره نشته”

په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلې یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې دیو هوټل دننه جنرال فیض دیوې بهرنۍ خبریالې سیاسي پوښتنې ته دځواب ورکولو پځائ‌ دهغه ترڅنګ ولاړ په کابل کې دپاکستان سفیر منصور احمد خان ته اشاره کوي اؤ وایي “دداسې پوښتنو ځواب به دا ښه درکړی شي”

خو دیکشنبې په ورځ بیا دافغانستان بیلابیلو رسنیو دحزب اسلامي دسرچینو له خولې ویلي چې په کابل کې دایي ایس ایي مشر تیرماښام دحزب اسلامي دمشر ګلبدین حکمتیار سره لیدل کتل کړي دي.

رسنۍ وایي دې کتنه کې جنرال فیض ګلبدین حکمتیار سره افغانستان کې دیو ټول شموله حکومت په څرنګوالي غږیدلی خو دلیدنې نور جذیات مخې ته نه دي راوړل شوي.

دکابل نه دافغانستان په رپورټنګ بوخت وتلي پاکستاني خبریال طاهر خان وي او ای ډیوه ته ویلي په افغان مسله کې دپاکستان یو مهم رول پاتې شوی اؤ اوس هم دی اؤ دافغانستان په هکله دپاکستان دننه دپرېکړو "اصل منبع "هم خلکو ته معلومه ده نو ځکه که دایي ایس ایي مشر دکابل سفر وکړو دا دومره حیرانونکې نه ده.

هغه وایي پاکستاني مطبوعاتو داسې دعوې کړي چې ګنې جنرال فیض ته ددې سفر بلنه دطالبانو دشورا لخوا ورکړل شوې خو وایي طالبانو سپیناوی کړی چې پاکستانیانو پخپله دکابل دسفر خواهش ښکاره کړی ؤ.

هغه وویل دجنرال فیض دسفر ترمخه دامریکایي سي ایي ای مشر هم کابل ته سفر کړی اؤ دلته یې مهمو خواؤ سره لیدلي ، اوس چې جنرال فیض کابل ته راغلی نو هغه هم دطالبانو سره لېدنې کړي اؤ نن یې حکمتیار سره دلېدنې خبره هم مخې ته راغلې ده.

خبریال طاهر خان وایي ددې ترڅنګ دایي ایس ایي مشر کابل کې دقطر دځانګړي استازي سره هم لیدلي اؤ دافغانستان په قضیه کې دقطر اؤ‌ پاکستان دواړو یو هم رول شته نو ځکه دواړه خواوې چې کله طالبانو سره ویني نو خپل نظر ورسره شریکوي.

کابل ته دپاکستان داستخباراتي ادارې دمشر په دې تازه سفر ټولنیزو رسنیو اؤ نړیواله میډیا کې هم تاوده بحثونه روان دي اؤ په ځانګړې توګه دهند میډیا دهغه داسفر افغانستان کې دپاکستان ښکاره لاسوهنې سره تعبیروي

خو دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید وایي که جنرال فیض کابل ته تللی نو هند ته څه تکلیف دی چې دسهار نه تر ماښامه په دې موضوع تبصرې کوي.

خبریالانو سره دخبرو په مهال هغه پوښتنه وکړه چې” ایا امریکان یا دقطر مشران کابل ته نه دي تللي ؟ اؤ که دپاکستان دعظیم ترینې استخباراتي شبکې مشر هلته تللی دی نو په دې کې کومه بده خبره خو نشته”

خبریال طاهر خان هم وایي چې "کابل ته د جنرال فیض په سفر که اعتراضونه شته نو اعتراضونه خو په هر دور کې وي خو دطالبانو لاس ته دکابل د لویدو نه وروسته دا کابل ته دایي ایس ایي د مشر وړومبی سفر دی نو ظاهره خبره ده چې هغه به خپل نظر هم طالبانو سره شریکوي اؤ په ډيرو معاملاتو به دهغوئ نظرونه هم اوري"

ګلبدین حکمتیار چې دپاکستان ځېنو ادارو ته ډیر نزدې ګڼل کیږي تیرکال داکتوبر میاشت کې دپاکستاني چارواکو په بلنه اسلام اباد ته هم سفر کړی ؤ اؤ دغلته یې دپاکستاني مشرانو سره افغانستان کې د سولې اؤ راتلونکي نظام په اړه خپل نظر شریک کړی ؤ.

افغانستان کې داشرف غني دحکومت ختمولو دپاره که طالبانو د ټوپک دلارې هلې ځلې کولې نو دګلبدین حکمتیار ګوند حزب اسلامي دهغه دحکومت په ضد په دې وروستیو کې دسیاسي لارې هلې ځلې پیل کړې وې اؤ دګوند پلویانو یې داشرف غني په ضد یو شمیر احتجاجونه اؤ لاریونونه کړي وؤ .

ګلبدین حکمتیار په تیرو وختونو کې افغانستان د مجاهدينو په حکومت کې د صدر برهان الدین رباني سره وزير اعظم ټاکلی شوی و خو د خپل منځي جنګونو له امله هغه نه توانېدلی چې کابل ته ولاړ شي او نورو جهادي ‌‌‌‌‌‌ډلو سره سره د کابل په ورانولو تورن دی.

پخپلو زیاترو څرګندونو کې هغه پاکستان دافغانانو د دوهم کور‌ په نوم یادوي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG