د خیبر پښتونخوا په ټانک ضلعه کې نوې شامله کړی شوې پخوانۍ نیمه قبایلي سیمه جنډوله کې پښتنو میرمنو په خپله سیمه کې د ناامنۍ په ضد احتجاجي ناسته پیل کړې ده او وایي شاوخوا اووه تنه ځوانان یې امنیتي ادارو وړي دي هغه دې خوشي کړل شي.
پولیس وايي په دې اړوند د احتجاج کوونکو سره خبرې کوي او د پیښې پلټنې یې پیل کړې دي.
دسیمې نه یو ځوان عبیدالله بیټني وي او ای ډیوه ته وويل، چې دغو میرمنو د خپلو لادرکو خاوندانو، وروڼو، پلرونو او زامنو د پاره په جنډوله سیمې کې د عسکرو قلعې مخې ته احتجاج کړی او په پرامنه طریقه د قلعې لویې دروازې مخې ته ناستې دي.
هغه وویل دا ښځې غواړي بې درکه کړی شوي کسان که په څه جرم کې ککړ وي نو عدالتونو ته دې وړاندی کړی شي.
احتجاج کې ګډون کوونکې یوه زنانه ترینه بي بي وايي د شپې پرمهال د دوئ نه د کورنۍ 7 کسان امنیتي ادارو وړي دي او د عملیاتو پرمهال دښځو بې حرمتي شوې په هغوئ تشدد هم شوی.
هغې وویل د شپې نا وخته امنتي سرتیري ددوئ کور ته ناساپه راغلل خاوند یې ورله د دوئ په مخکې په ډنډو وهلې او بیا یې د ځان سره وړی دی.
ډیوه سره خبرو کې دغې میرمنې زیاته کړه د دوئ دکورنیو دسړو بوتللو وروسته امنیتي عسکر بیا دشپې تیاره کې په داسې حال کې د دوئ کورونو ته ورغلل چې په کورونو کې یوازې زنانه پاتې وي دوئ کورونو ته بې د اجازته ورننوتل او په کوټو کې یې لټون پیل کړو.
ترینه بي بي وویل "مونږ به کور کې یوازې دوه تنه ښخې وؤ او د کور ستر پرده يې راله مات کړه او د کور تلاشي یې شروع کړه"
هغې وويل "نن د دې خلکو په مخکې ځکه راوتلې يو چې د ډېرې بې عزتۍ نه مو دا غږ کړی دی"
د جنډوله پولیسو تاڼې مشر ایس ایچ او طاوس خان وي او اې ډیوه سره په خبرو کې منلې چې شاوخوا 40 ښځو احتجاج کړی،
هغه وویل دوئ ته په خپله ددغه پیښې معلومات نشته خو د احتجاج کوونکو سره خبرې کوي.
هغه وویل دوئ احتجاج کوونکو ته رارسیدلي او د پیښې پلټنې یې پیل کړې دي.
د پاکستان امنیتي ادارو تر اوسه د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي خو په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط ډيوه ته وویل دوئ سیمه کې د پټو وسله والو دشتون معلومات تر لاسه کړي وؤ اؤ پورته کړل شوي کسان د امنیتي ادارو سره دي،
هغه وویل چې کوم کسان ګناهګار وي هغه به عدالت ته وړاندې کېږي او چې کوم بې ګناه خلک وي هغه به خوشي کېږي.
د پاکستان پوځ تل وایي دوئ په وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې د وسله والو په ضد عملیات کړي خو کوم داسې تن یې نه دی نیولی چې د ریاست یا ادارو په ضد په څه جرم کې ککړ نه وي.