لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان وايي پنجشير يې ونيولو، د مزاحمتي ډلې ویاند فهيم دشتي وژل شوی


د افغانستان په پنجشير ولايت کې مزاحمتي ډلې (ملي مقاومت جبهې) ویلي په پنجشير کې يې د مزاحمت په مهال وياند فهيم دشتي او يو بل جنرل وژل دي. بل لور ته طالبانو نن اعلان وکړی چې پنجشير يې په بشپړ ډول ونیولو.

په پنجشير کې د تیرو څو ورځو راهسې د مقاومت د جبهې او طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه.

د مقاومت د جبهې يو ویاند علي مېثم نظاري په پينځم ستمبر د شپې ناوخته ویلي په مزاحمت کې د يادې ډلې ویاند فهيم دشتي او جنرل عبدالودود زارا وژل شوي دي.

طالبانو نن په شپږم ستمبر ویلي، پنجشير ولايت په پوره ډول طالبانو په کنټرول کې اخستی دی.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد ویلي د په پنجشير کې د مقاومت د جبهي ځينې جوړونکي او ياغيان ځپل شوي او ځينې تښتېدلي دي، طالبانو ویلي په پنجشير کې به د چا سره توپيري چلند نه کيږي.

د مقاومت ډلې د پنجشير د لاسه ورکولو په اړه په سمدستي ډول څه نه دي ویلي.

طالبانو په 15 اګست د پنجشير نه علاوه د نور افغانستان زياتره برخې نيولې وې.

په پنجشيرکې د شمالي اتحاد د پخواني مشر احمد شاه مسعود ويلي وو پنجشير به طالبانو ته نه پرېږدي.

په 18 اګست په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې ليکلې مقاله کې احمد مسعود ویلي وو، مجاهدين يې د طالبانو پرضد تيار دي او د پلار د وخت نه وسله يې ورسره موجوده ده، د هغه په غږ ورسره خلک په پنجشيرکې ملګري شوي او هغه پوځي سرتيري چې د افغان ملي اردو کمانډرانو د تسليمېدو نه زړه ماتي شوي هم د هغه مل شوي دي.

څلور ورځې وړاندې په پنجشيرکې د تودې جګړې پېل کېدو خبرونه مخې ته راغلي او د مقاومت ډلې طالبانو د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې وه.

طالبانو د پنجشير نيولو خبر په داسې حال کې ورکړی چې پرون د اتوار په ورځ احمد مسعود ويلي وو، چې که طالبان په پنجشیر او اندراب کې خپلې حملې او پوځي خوځښتونه ختم کړي، نو دوی (د مقاومت جبهه) حاضره ده چې جنګ سمدستي ختم کړي. د هغه وینا ده چې هیله لري په یوه لویه غونډه کې له علماوو او مصلحینو سره خبرې اترې په هراړخیز ډول دوام پیدا کړي.

د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېشن مشر مولوي متقي په لومړي ستمبر ویلي وو، د پنجشير د لانجې د حل دپاره يې سوله ييزه هڅې کړي خو کومه نتيجه یې لا مخې ته نه ده راغلې.

XS
SM
MD
LG