لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنرل فېض د کابل سفر، چودری وايي د افغانستان سره غېر روايتي اړيکې په ځای دي


د پاکستان د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) د مشر د افغانستان د سفر په اړه د اطلاعاتو وزير ویلي، "په افغانستان کې دا وخت خلا ده او استخباراتي اړيکې به په ځای وي".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر فواد چودري د ايي اېس ايي د مشر جنرل فېض حميد د افغانستان د سفر په اړه دغه څرګندونې تيره ورځ په (پينځم اګست) په لاهور کې خبريالانو سره په خبرو کې کړي دي.

د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي جنرل فېض حميد په څلورم ستمبر د کابل سفر کړی وو.

فواد چودري وویل، جنرل فېض د استخباراتي ادارې يواځينی مشر نه دی چې د افغانستان سفر یې کړی له دې وړاندې د امريکا او نورو هېوادونو استخباراتي مشرانو هم د کابل سفرونه کړي دي.

هغه وویل د افغانستان د حالاتو په پاکستان تر ټولو زيات اثرات دي که سياسي حالات وي، که د کډوالو مسله وي او که هلته ترهګري کيږي.

چودري زیاته کړه د پاکستان د افغانستان سره ژورې سټراټيجیکي، اقتصادي، سیاسي، سماجي، معاشي اړیکې دی او د هغې اثرات په پاکستان کيږي ځکه پاکستان سترګې نه شي پټولی چې کښيني.

د پاکستان د طلاعاتو وزیر وويل، "په افغانستان کې دا وخت سياسي حکومت نشته او يوه خلا ده ښکاره چې استخباراتي اړيکې غېر روايتي وي نو هغه به روانې وي".

هغه زياته کړه که د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي يا بل څوک سياسي مشر افغانستان ته ځي د چا سره به ويني، ځکه غېر روایتي اړیکې به روانې وي.

نوموړي وويل د افغانستان په اړه د پاکستان پاليسي دا ده چې عام افغان داسې پرې نه ږدي او پاکستان د افغانستان نه د خلکو په ويستو کې مرسته کړې او کوي يې.

هغه وويل، د نړۍ په ګټه نه ده چې افغانستان داسې پرېږدي، او د پاکستان نظر دا دی چې افغانستان يواځې پرې نه ښودی شي او په افغانستان کې داسې حکومت جوړ شي چې ټول شموله وي.

فواد چودري زياته کړه د هند د افغانستان سره هيڅ تعلق نشته ځکه هند د افغانستان سره پوله نه لري.

"د افغانستان په اړه د پاکستان پاليسي ښکاره ده چې په افغانستان کې ثبات پکار دی او د هندوستان په افغانستان کې کار نشته. ځکه چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کارولې ده او پاکستان به هند ته اجازت ور نه کړي چې د افغانستان خاوره يې پرضد وکاروي".

د ايي اېس ايي د مشر د کابل د سفر په اړه طالبانو په خپله څه نه دي ویلي.

خو د افغانستان خبري رسنيو ویلي، د کابل په سفر تللي د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې ایي ایس ایي مشرد حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره لیدلي او ورسره یې افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت دجوړیدو په څرنګوالي خبرې کړې دي.

جنرل فېض حميد چې په کابل د طالبانو دقبضې وروسته د شنبې په سهار په وړومبي ځل د یو لوړپوړي نظامي پلاوي‌ په مشرۍ کابل ته رسیدلی، دغلته یې خبریالانو ته یوازې دومره ویلي وو چې "د پریشانۍ هیڅ خبره نشته".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG