د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايي پاکستاني امنيتي پلاوي د کابل سفر کړی او د امنيت په اړوند يې د طالبانو سره خپلې اندېښنې شريکې کړي او طالبانو د پاکستان سره د پولې د بندېز په اړه خبرې کړي دي.
ذبيح الله مجاهد نن د ګل/دوشنبې په ورځ (شپږم ستمبر) په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، "د پاکستان امنيتي کسان کابل ته راغلي وو يو هېت يې راغلی وو خپلې هغه اندېښنې يې زمونږ سره شريکې کړې چې دوی يې په دروازو (چمن او تورخم) کې لري څو مسلې يې یادولې، يو دا چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې زندانونو خلاص شوي دي د دوی د تشوېش (اندېښنې) وړ خلک د زندانونو نه باندې راوتلي دي نو هغه د پاکستان خاورې ته زیان رسوي نو په دې خاطر دوی دروازه تړلې ده او طالبانو ورته ډاډ ورکړو چې د افغانستان خاوره به د هیچا پرضد نه کاريږي".
د طالبانو وياند دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرل فېض حميد په څلورم ستمبر د کابل سفر کړی وو.
د افغانستان خبري رسنيو ویلي وو، د کابل په سفر کې د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې ایي اېس ایي مشرد حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره لیدلي او ورسره یې افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت دجوړیدو په څرنګوالي خبرې کړې دي.
جنرل فېض حميد چې په کابل د طالبانو د قبضې وروسته په وړومبي ځل د یو لوړپوړي نظامي پلاوي په مشرۍ کابل ته رسیدلی، دغلته یې خبریالانو ته یوازې دومره ویلي وو چې "د پریشانۍ هیڅ خبره نشته هر څه به ټيک وي".
د پاکستان د استخباراتي ادارې د مشر د سفر په اړه طالبانو له دې وړاندې څه نه وو ویلي.
ننۍ خبري غونډې ته په وېنا کې د طالبانو وياند وویل، "په دغو دروازو (چمن او تورخم) کې بايد پلټنې وشي که داسې څوک اشخاص وي چې هغه پاکستان ته زيان اړوي او طالبان پرې خبر نه وي، پاکستان ته مطلوب کسان وي که هغه اوړي نو هغه خو چيک کېدلی شي".
د پاکستان لخوا د افغانستان د خلکو د تګ راتګ دپاره د پولو تړلو په اړه ذبيح الله وویل، "بايد د عامو افغانانو په وړاندې دروازه ونه تړل شي تجاران هم بند پاتې دي د تجارانو او مهاجرينو په وړاندې بايد مسلې نه وي او دغه خبره يې د پاکستاني پلاوي سره په سنجيدګۍ سره شریکه کړې ده، د دوی اندېښنې مو اورېدلي دي او د دوی سفر هم په دغه اړه وو اندېښنه يې درلوده او هغه مونږ رفع کړې ده".
ذبيح الله مجاهد زياته کړه "په بندري سيمو کې او په ځانګړي د پاکستان سره د چمن او تورخم په پوله د افغانانو ستونزې سېوا شوي دي، او د دغو ستونزې د حل دپاره مو د پاکستان سره خبره شوې چې دغه لارې بندې نه کړي، مالونو او تجارت ته زيان رسيږي او افغانان چې پکې مریضان، مسافر او مهاجرين دي تګ راتګ کوي د پاکستاني چارواکو سره مو په دغه اړه خبرې شوي دي".
د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد نه په دې وروستيو کې وي او اې اردو په يوه مرکه کې پوښتنه کړې وه، چې طالبان د پاکستان او افغانستان په پوله ازاد تګ راتګ غواړي او تيرو حکومتونو هم دغه غوښتنه کوله؟ هغه په ځواب کې ویلي، په پوله په ازاده د تګ راتګ اجازه نه شي ورکولی اسانتياوې ورکولی شي او که څوک هم تګ راتګ کوي، په ويزه به يې کوي.
شېخ رشيد ویلي دغه خبر يې لوستی دی چې طالبانو په پوله د ازغن تار لرې کولو ویلي دي، خو دغه ازغن تار د پوځ په قربانو لګول شوی دی، سوال نه پېدا کيږي چې دغه ازغن تار لرې شي.
د افغانستان څخه د کډوالو پاکستان ته د راتګ په اړه هغه ویلي وو تراوسه پورې څوک نه دي راغلي او تراوسه پورې د پاکستان فېصله ده چې کډوال پاکستان ته نه پرېږدي خو په راتلونکې کې به څه کيږي دا به د وخت سره مالومه شي.
شېخ رشید ويلي وو د افغانستان سره په پوله د پاکستان پوځ په ځای کړی شوی دی او هر ډول تیاري يې نيولې ده.