لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپېښور پوهنتون افغان زده کوونکي حالاتو ته اندېښمن خو سولې ته هېله من دي


د پیښور پوهنتون بیلا بیلو څانګو کې په زده کړو بوخت افغان محصلین که یو لوري ته خپل هیواد کې د سیاسي حالاتو نه اندیښمن ښکاري نو بل خوا په دې هیله هم دي چې افغانستان کې به تلپاتې سوله پځائ شي.

د پوهنتون د شخړو د هواري دمرکز زده کوونکی شهاب الله وایس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې وویل افغانستان کې چې حالاتو ته ژور نظر وکړو نو داسې ښکاري چې بدامنۍ کې به نوره هم اضافه وشي.

هغه وایي ولسمشر اشرف غني چې په کوم انداز واک پریښودو. نو په دې ګام یې خپل هیواد د لویې شخړې څخه وژغورلو. د سولې لپاره د هغه دا ګام د ستایلو دی.

نوموړی زیاتوي اوس چې طالبان د اسلامي امارت په نوم راغلي دي نو هیله ده چې دوئ به د سولي د ټینګښت لپاره خپل ګامونه نور هم چټک کړي.

دیاد پوهنتون بل زده کونوکی محمد الله ځدران وایي افغانستان کې رژیم بدل شو. خو نوی حکومت لا نه دی جوړ شوی. خلک په دې سودا کې دي چې نوی حکومت به په کوم ډول وي؟

دپېښور پوهنتون زده کوونکي ډیوه سره دخبرو په مهال
دپېښور پوهنتون زده کوونکي ډیوه سره دخبرو په مهال

هغه وایي ترڅو چې د افغانانو نورو هیوادونو ته د کډوالۍ موضوع ده نو د هغې امکانات ځکه کم دي چې د واک بدلیدو په مهال کومه ګډوډي نه ده رامنځ ته شوې.

ښاغلی ځدران وایي سوله راغله خو دې ته مونږ د منفي سولې نوم ورکولی شو. دغه منفي سوله په مثبتې سولې بدلولو ته خلک هېله من دي. تر څو چې دغه منفي سوله مثبته کې بدلیږي یا نه بدلیږي. یا جګړه جوړي. نو د کډوالو موضوع دې سره تړلی ده.

د پوهنتون د سیاسیاتو د څانګې زده کوونکی اسرار صمیم وایي افغانستان کې د حکومت بدلون دومره زر رامنځته شو چې په عامه توګه یې خیال نشو کیدی.

دنوموړي په وینا دا بدلون به د ژوند د نورو څانګو تر څنګ د تعلیم ډګرکې هم د لویو اغیزو سوب وګرځي.

هغه وایي تیرو شلو کلونو کې مونږ نه یوازې تعلیم بلکې نورو برخو کې هم ښې لاس ته راوړنې لرلې. اوس مونږ په تمه یو چې نوی حکومت جوړ شي.

ښاغلی صمیم وایي دا ویل به د وخت نه وړاندې وي چې آیا د تعلیم تر څنګ به نورو برخو کې پرمختګ وشي که نه؟

نوموړی وایي په دې اړه به مونږ هاغه وخت د څه ویلو جوګه یو کله چې نوی حکومت جوړ شي. او د تعلیم تر څنګ نورې څانګې خپل پلانونه اولس سره شریک کړي.

دپاکستان د لوړو زده کړو د ادارې یا اېچ اېس اي دمعلوماتو له مخې دا مهال پاکستان کې 3000 افغان زده کوونکي په مختلفو تعلیمي ادارو کې زده کړې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG