لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغانستان په اړه د ګاونډيو هيوادونو سره غونډه کوي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي د افغانستان د ګاونډيو ملکونو سره د دغه هيواد په روانو حالاتو د بحث دپاره آن لاين غونډه نن په اتم ستمبر رابلل شوې ده.

ويل شوي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي به د دې غونډې کوربه او مشري کوي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي په غونډه کې به د چين، ايران، تاجکستان، ترکمانستان او ازبکستان د بهرنيو چارو وزيران ګډون کوي.

په بيان کې زياته کړی شوې ده چې په غونډه کې به د افغانستان په بدلېدونکو حالاتو او شريکو ننګونو د حل او سيمې د ثبات او امن يقيني په اړه بحث کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان ګاونډي هيوادونه د دغه هيواد په ثبات کې مهمه برخه لري.

ويل شوي يو سوله یيز، باثباته، متحد، خپلواکه او سوکاله افغانستان به د ټرانزټ سوداګرۍ، د خلکو په کچه د اړیکو او امنيت په لړ کې رول ولوبوي.

پاکستان د ننۍ غونډې خبر پرون په اووم ستمبر ورکړی وو.

هم پرون په افغانستان کې طالبانو لنډ مهاله کابينه اعلان کړې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چې د کابينې اعلان په خبري غونډه کې کړی وو، په دغه مهال يې ویلي وو د امریکا په شمول د ټولو هېوادونو سره اړیکې جوړول غواړي.

د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندو يا تسليمولو په اړه تر اوسه کوم هېواد څه نه دي ویلي.

خو په 15 اګست چې طالبانو کابل او د افغانستان زیاتره برخې نيولې په 17 اګست د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري ويلي وو، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تسلیمولو فېصله به د سيمې او نړۍ د قوتونو سره په مشوره کوي.

هغه وخت چين ویلي وو په نړيواله ورورولۍ غږ کوي چې د طالبانو د مثبت مخ ډاډګېرنه او ورته لارښوونه وکړي.

او د امریکې د سپينې ماڼۍ وياندې جېن ساکي د طالبانو د کابینې د اعلان نه څو ورځې وړاندې ويلي وو امریکا په افغانستان کې د راتلونکي نوي او غېر منتخب حکومت سره د تعلق په حقله انتظار کوي او حالاتو ته ګوري.

جېن ساکي ویلي وو د وفاقي حکومت دننه صدر، د دفاع وزیر او په استخباراتي ټولنه کې یو کس هم دا نه وايي‌ چې طالبان سم خلک دي.‌

هغې زیاته کړې وه همدا وجه ده د دوی دریځ ډېر واضحه دی چې د طالبانو په تسلیمولو (په رسمیت پېژندلو) کې تادي نه کوي او دوی به حالاتو ته ګوري.‌‌

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG