لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو نوي حکومت کې به د اکوړي د حقانیه مدرسې او پاکستان هم څه رول وي؟


د اکوړي په حقانیه مدرسه باندې که تل داسې تورونه لګول شوي چې پاکستان يې طالبان په افغانستان کې پخپله ګټه کارولي خو دا ځل بیا د طالبانو په نوي کابېنه کې د دغه مدرسې نه فارغه شوي اته کسان د وزیرانو په توګه اخستل شوي دي، څيړونکي وايي د طالبانو په نوې کابینه کې د حقانیه مدرسې نه په فارغه طالب مشرانو که هرڅو پاکستان خپل نفوذ لرلی شي خو داسې نه ښکاري چې د 90 د لسيزې په څېر اثر به يې وي ځکه چې په طالبانو کې اوس ځينې نوې څېرې هم مخې ته راغلي دي.​

د خېبرپښتونخوا د نوښار ضلعې په اکوړه خټک (اکوړي) کلي دارلعلوم حقانيي مدرسې ویاند وايي، طالبانو چې په افغانستان کې 33 کسيزه کابينه اعلان کړې تراوسه پورې چې دوی ته کوم مالومات ترلاسه شوي په کابينه کې اته تنه داسې دي چې د اکوړي د مدرسې نه یې زده کړې کړي دي.

څيړونکي وايي د حقاني مدرسه چې وړاندې د پاکستان د اثر لاندې پاتې شوې اوس هم پاکستان کولی شي چې د دغو کسانو د لارې خپل اثر وساتي خو دا اثر به د تير په څېر نه وي ځکه چې په طالبانو کې اوس نوی کُول يا نوی نسل راغلی دی او د 90 د لسيزې په شان حالات اوس نه دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې د اکوړي مدرسې وياند مولانا يوسف شاه وويل، په کابينه کې چې کوم اته کسان شامل دي په هغو کې مولوي نور محمد ثاقب د حج او اوقافو سرپرست وزیر، ملا خير الله خيرخواه د اطلاعات او کلتور سرپرست وزیر، مولوي عبدالباقي حقاني د لوړو زدکړو سرپرست وزیر، ملا عبداللطيف منصور د اوبو او بجلۍ سرپرست وزیر، خليل الرحمن حقاني د مهاجرينو سرپرست وزیر، مولوي عبدالحکيم شرعي د عدليې سرپرست وزیر او دوه نور چې نومونه يې د هغه نه هېر دي، دوی د اکوړي د مدرسې څخه زده کړې کړي دي.

هغه وويل دا وخت د دوی د دغو وزيرانو سره رابطې نشته ځکه چې هغوی مصروفه دي او چې کله دوی ټول حالات کنټرول کړي بيا به ورسره رابطه کوي. هغه وويل د کابينې جوړول د طالبانو د خپلې شورا کار دی دوی پکې کار نه دی لرلی.

طالبانو په 15 اګست کابل نيولی او په اووم ستمبر يې بيا 33 کسيزه لنډ مهاله کابينه اعلان کړې وه.

د نوښار د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانيه ديني مدرسه چې مولانا سميع الحق مدرسه ده، هغه به په خپلو خبرو او مرکو کې په وياړ ویل طالبان د هغه بچي يا اولاد دی. څيړونکو به مولانا سميع الحق ته د طالبانو روحاني پلار ويلو.

مولانا سميع الحق د کال 2018 په دوېم نومبر د اسلام اباد سره جوخت پېنډۍ ښار کې وژل شوی وو.

مولانا يوسف شاه تيره مياشت وي او اې ډیوه سره په مرکه کې ويلي وو د اکوړه خټک مدرسه چې دا وخت پکې څلور زره زده کوونکي درسونه کوي د شمېرو ویلو پرته يي وويل اوس ورسره هم ځینې افغان زده کوونکي چې پاسپورټ لري په مدرسه کې زده کړې کوي.

د واشنګټن پوسټ خبريال حقنواز خان وايي، د طالبانو په کابينې تراوسه پورې کوم حکومت ښکاره نظر نه دی ورکړی خو ښکاري چې پاکستان مطمين دی ځکه چې دغه اته کسان چې د اکوړي د مدرسې نه فارغه شوي د دوی په څه نه څه شکل کې يې د پاکستان سره اړيکې ښې دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د طالبانو په لنډ مهاله حکومت کې د پاکستان ګټه په دې ده چې حقانيان په کابينه کې شامل دي او د دغو خلکو د پاکستان سره رابطې وې، دلته یې زده کړې کولې او کورنۍ يې وې.

هغه زياته کړه په دغه لړ کې به په پاکستان هم فشار راځي ځکه چې که په افغانستان کې څه کيږي نو د اړيکو په اساس دغه تپوس د پاکستان نه هم کېدی شي.

د عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو د زده کړو د څانګې مشر پروفېسر عبدالشکور وايي دا وخت چې کوم طالبان راغلي په هغو کې ځينې کسان د امریکا او ملګرو ملتونو په تور لسټ کې دي او دا اوسني طالبان چې دي ضروري نه ده چې د 90 د لسيزې طالبان دي خو اړيکې يې شته.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په افغانستان کې د روان بدلون اثرات به په پاکستان هم وي.

د حقاني مدرسې څخه فارغه شوو کسانو په اړه نوموړي وويل، د طالبانو په مشرانو کې د ځينې اختلافاتو خبرونه مخې ته راغلي وو، خو پاکستان په تاريخي توګه په افغانستان کې اثر انداز پاتې شوی او څه نا څه اثر به يې اوس هم وي.

نوموړی وايي خو د طالبانو دا نوی نسل خپل يو کردار هم لري.

د اکوړه خټک ديني مدرسې ته په کال 2016 کې د پاکستان تحریک انصاف د هغه وخت د خېبرپښتونخوا حکومت 30 کروړه روپۍ ورکړې او بيا په کال 2018 کې يې دغه مدرسې ته د 227 ملينه روپو ورکولو ويلي وو چې دا پېسې د مدرسې د ودانۍ دپاره ورکوي.

بل لور ته د طالبانو د کابينې د اعلان وروسته د پاکستان لخوا د طالبانو يا د افغانستان په سياست کې د لاسوهنې خبرونه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خبري غونډه کې رد کړي وو.

هغه وويلي وو"زمونږ د هیواد او سیاست په هیڅ مسله کې د پاکستان په ګډون هیڅ هیواد نه لاس لري او نه هم رول او نه هم مونږ اجازه ورکوو چې څوک رول ولري... هیڅ څوک څه شی نشي ثابتولی چې اسلامي امارت داسې ګام اخیستی وي چې د پاکستان په ګټه او زمونږ په تاوان وي."

د طالبانو په رسمیت د پېژندنې يا تسليمول په اړه د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري په 17 اګست ويلي وو دغه پرېکړه د نړۍ پرېکړې ته په کتو په ګډه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG